آرشيف انځور
آرشيف انځور

تر ۴۰۰ څخه زيات مهاجر د ليبيايي سرحدي ساتونکو له خوا نيول سوي او د اونۍ په آخره کي بېرته ليبيا ته انتقال کړل سوي دي. د مهاجرت نړيوال سازمان (IOM) دغه عمل د نه منلو وړ بللی دی.

د مهاجرو له پاره د ملګرو ملتونو سازمان (IOM) د معلوماتو پر اساس تېره شنبه او يکشنبه تر ۴۰۰ څخه زيات مهاجر د ليبيايي سمندري سرحد ساتونکو له خوا نيول سوي او ليبيا ته لېږدول سوي دي. ويل سوي چي دا هغه مهاجر ول چي غوښتل يې اروپا ته ځان ورسوي. د ياد سازمان په وينا ۳۰۱ کسان طرابلس ته د شنبې په ورځ (د ۲۰۲۰ کال د مارچ ۱۴مه) لېږدول سوي او نور ۱۰۵ کسان د دوو بيلو کښتيو په مرسته د يکشنبې په ورځ نيول سوي او ليبيا ته لېږدول سوي دي.

 د (IOM) د اطلاعاتو چارواکي سفا مسېهلي ويلي چي په ليبيا کي د مهاجرو سره د توقيف پر وخت د بد چلند د خبرونو او د  ټولو خبرداريو وروسته بيا هم و ليبيا ته د ګواښ سره مخامخ مهاجرو بېرته لېږد د منلو نه دی.

 د ياد سازمان له خوا د مهاجرو د ملاتړ او لارښوونې له پاره ځانګړي تليفوني خدماتي ادارې هم د ليبيايي سرحد ساتونکو لخوا د ۴۹ مهاجرو د نيولو او بېرته ليبيا ته ستنولو خبر تائيد کړی دی. دغه ادارې دغه عمل «غير قانوني بېرته لېږنه» بللې ده.

 د تليفوني خدماتي ادارې له خوا په خپاره سوي خبري پاڼه کي د اروپايي اتحاديې د پوله ساتونکي آژانس فرونتکس نوم هم راغلی دی. فرونتکس، د مالتېز لټون او د آر سي سي سازمونونه په دې تورن کړل سوي چي د ليبيا د سمندري ساتونکي ځواک سره همکاري کوي چي د مديترانې له لاري له ليبيا څخه و اروپا ته د تلونکو مهاجرو نيوني وکړي او هغوی بېرته ليبيا ته انتقال کړي. يادي ادارې دغه عمل د نړيوالو قوانينو نقض بللی دی.

د اسوشيېتد پريس خبري آژانس د خبر له مخي و ليبيا ته د لېږدول سوو څخه اکثره مهاجر و طرابلس ته هغو توقيف ځايونو ته لېږدول سوي دي چيري چي د هغوی د امنيت په هکله زياتي اندېښنې موجودي دي.

 د امريکا ږغ د راپور له مخي د مهاجرت نړيوالې ادارې ويلي چي له نيول سوو مهاجرو څخه يې څو په دې توانېدلي چي د چارواکو له منګولو ځانونه خلاص کړي او تښتي.

 د يورو نيوز رسنۍ د ۲۰۱۹ کال د نوامبر مياشتي د يو راپور له مخي اروپايي اتحاديې ۹۰ مليونه يورو مصرف کړي چي د ليبيا د سمندري سرحد ساتونکي ځواک روزنه او مرسته وکړي تر څو هغوی و اروپا ته د مهاجرو د راتګ مخه ونيسي.

 

نورې ليکنې