اوفپرا اداره په فونتني سو بوا کې. انځور: اوفپرا
اوفپرا اداره په فونتني سو بوا کې. انځور: اوفپرا

فرانسه کې د کورونا ویروس د پېښو ډېرېدو سره د دغه هیواد پناه غوښتنې ملي محکمې اعلان کړی چې سر له دوشنبې د مارچ ۱۶مه تر نامعلومې مودې پورې ټولې استینافي جلسې ځنډوي. دغه راز اوفپرا د مارچ د ۱۶ او ۲۹ نېټو ترمنځ ټولې مرکې ځنډولې دي.

تېره شپه د فرانسې ولسمشر امانویل مکرون اعلان وکړ چې هیواد یې د کرونا ویروس پر وړاندې په «روغتیایي جګړه» کې دی. نوموړي زیاته کړه چې د دغې جګړې د پر مخ وړلو او د کورونا ویروس د خپرېدا د مخنیوي لپاره یې سخت تدابیر نیولي دي.

بل پلو د فرانسې د پناه غوښتنې ملي محکمې ویلي چې د یوې نامعلومې مودې لپاره ټولې جلسې ځنډوي. مانا یې دا چې سر له دوشنبې تر بیا امر پورې رد شوي مهاجر نه شي کولی چې د استیناف غوښتونکي شي.  

بل لور ته د فرانسې د پناه غوښتنو د ارزولو ادارې افپرا اعلان کړی چې د ۱۶ تر ۲۹ مارچ پورې له پناه غوښتونکو سره ټولې مرکې ځنډوي. دغې ادارې زیاته کړې چې پناه غوښتونکو ته د یو لیک په استولو سره د مرکې لپاره نوی وخت ټاکي.  

یادې ادارې دا هم ویلي چې د مرکو د ترسره کولو لپاره د نوې حل لارې په لټه کې ده.

خو د دغو تدابیر سره سره د پناه غوشتنې دوسیه «د معمول په څېر باید د ۲۱ ورځو په جریان کې اوفپرا ته» واستول شي.

په دې اړه بشپړ معلومات دلته موندلی شئ. 

د اقامې کارتونه تمدیدېدل

فرانسه کې د خلکو پر تګ راتګ تر بندیز لګولو وروسته د فرانسې پولیسو قومندانۍ د ۳ میاشتو لپاره د بهرنیانو د اقامې کارتونو د تمدیدلو اعلان کړی.

د فرانسې قومندانۍ په یوه خبرپاڼه کې چې د دوشنبې په ورځ یې خپره کړې ویلي: «فرانسه کې د بهرنیانو د قانوني اوسېدو لپاره... د پناه غوښټونکو د کارتونو په ګډون د ځینو اقامې کارتونو د اعتبار موده د درې میاشتې لپاره تمدیدېږي.» 

د کډوالۍ او ادغام اداره خپل فعالیتونه ځنډوي

همدا رنګه د فرانسې د کډوالۍ و ادغام ادارې په خپله ټویټر پاڼه لیکلي چې سر له دوشنبې تر بیا امر پورې دغه اداره د پناه غوښتنې پروسې پرته د هرکلي ټول پروسیجرونه ځنډوي.

د اوفي له مخې «جمهوریت کې د ادغامېدو تړونونه»، روغتیایي ازموینې او د «ناروغو بهرنیانو» مرکې ځنډول شوې دي.

 

نورې ليکنې