فرانسوي سرتېري په ښار کې له خلکو څخه اجازه لیک غواړي. کرېډېټ: رویترز
فرانسوي سرتېري په ښار کې له خلکو څخه اجازه لیک غواړي. کرېډېټ: رویترز

د فرانسې ولسمشر امانویل مکرون تېره دوشنبه شپه په خپله دویمه ټلویزیوني وینا کې وویل چې د کورونا ویروس د خپرېدا د مخنیوي لپاره یې سخت تدابیر نیولي دي. نوموړي زیاته کړه چې د فرانسې ټول اوسېدونکي باید په خپلو کورونو کې پاتې شي. دغه راز د فرانسې د کورنیو چارو وزیر اعلان وکړ چې خلک له خپلو کورونو څخه د وتلو په صورت کې باید له ځان سره رسمي اجازه لیک ولري.

فرانسه کې د کورونا ویروس د خپرېدو د مخنیوي لپاره تېره دوشنبه د دغه هیواد ولسمشر امانویل مکرون په خپله دویمه ټلویزیوني وینا کې وویل چې سر له سه شنبې تر راتلونکو ۱۵ ورځو پورې ټول فرانسویان باید له کوره بهر له غیرضروري تګ راتګ څخه ډډه وکړي.

نوموړي زیاته کړه چې د فرانسې په ټولو سیمو کې راغونډېدل، له کورنیو او یا ملګرو سره یو ځای کېدل او په پارکونو او یا سړکونو کې له ملګرو سره لیدل منع دي.

بل پلو د فرانسې د کورنیو چارو وزیر کریستوف کاستنر اعلان کړی چې د دغو نویو اصولو د عملي کولو لپاره فرانسوي ځواکونه په ټوله فرانسه کې ځای پر ځای شوي. د نوموړي په حواله د دولت له دغه امر څخه سرغړونکي له ۳۸ تر ۱۳۵ یورو پورې جرمانه کېږي.

 د لا زیاتو معلوماتو لپاره: پناه غوښتونکي: فرانسه کې د کورونا ویروس له کبله اداري چارې وځنډول شوې

د فرانسې د کورنیو چارو وزیر زیاته کړې چې ټول فرانسویان له خپلو کورونو څخه د وتلو لپاره باید د فرانسې د کورنیو چارو وزارت له وبسایټ څخه هغه رسمي سند ډانلود، ډک او لاسلیک کړي چې پکې له کوره د وتلو دلایل درج شوي دي.

دغه راز خبریالان کولی شي چې دفتر ته د ورتګ لپاره خپل کارتونه وښيي.

د دغه سند په لومړۍ برخه کې شخصي معلومات لکه نوم، تخلص، د زېږېدنې نېټه او ادرس لیکل شوي دي.

د سند په دویمه برخه کې له کوره د وتلو دلایل راغلي دي.

۱) کار ته د ورتګ لپاره: په دغه حالت کې هم سړی باید یو داسې سند ولري چې ښيي هغه د مسلکي دلایلو له کبله له کوره وتلی دی.

۲) له خاصو ځایونو څخه د سودا اخیستلو لپاره (لکه خوراکي توکي)

۳) د روغتیایي دلایلو په خاطر (لکه ډاکټر ته د تلو لپاره او یا له درملتون څخه د دوا اخیستلو لپاره)

۴) د ضروري چارو لپاره لکه د کورنۍ د زیانمنونکو غړو سره د مرستې او یا د ماشومانو د ساتلو لپاره

۵) د سپورټ کولو او له کوره د حیواناتو (سپي او پیشو) د ایستلو لپاره

 

نورې ليکنې