ډسمبر ۲۰۱۹: یو افغان کډوال د صربستان پلازمېنې بلګراد کې. کرېډېټ: رویترز
ډسمبر ۲۰۱۹: یو افغان کډوال د صربستان پلازمېنې بلګراد کې. کرېډېټ: رویترز

صربستان کې د کورونا ویروس د خپرېدو د مخنیوي لپاره د دغه هیواد چارواکو پر هغو کډوالو او پناه غوښتونکو د تګ راتګ بندیز لګولی کوم چې د صربستان په دولتي مرکزونو کې اوسېږي. دغه کسان یوازې د ځانګړي اجازه لیک په لرلو سره له مرکزونو څخه وتلی شي.

صربستان حکومت تېره دوشنبه ورځ اعلان وکړ چې په دولتي مرکزونو کې مېشت کډوال او پناه غوښتونکي د ځانګړي اجازه لیک د نه لرلو په صورت کې  له دغو مرکزونو څخه د وتلو اجازه نه لري.

د حکومت په دغه فرمان کې راغلي چې صربستان کې د «ناروغیو د خپرېدا د مخنیوي» لپاره  د ټولو پناه غوښتونکو او بې سنده کسانو، چې ممکن په دغه ویروس اخته وي، پر ګرځېدو راګرځېدو بندیز لګوي.

فرمان کې زیاته شوې چې د دغه امر د عملي کولو لپاره یادو مرکزونو کې امنیتي تدابیر ډېر شوي دي.

د صربستان حکومت له مخې یوازې هغه کسان له مرکزونو څخه وتلی شي چې «د منلو وړ دلایلو» پر بنسټ یې د صربستان د کډوالو او پناه غوښتونکو کمېساریا اجازه لیک ترلاسه کړی وي. دغه اجازه لیک کې د تګ راتګ وخت محدود شوی دی.

صربستان تېره یکشنبه شپه دغه هیواد کې د کورونا ویروس له کبله بېړنی حالت اعلان کړی و.

که څه هم تر اوسه د صربستان اوسېدونکو پر تګ راتګ بندیز نه دی لګول شوی، خو چارواکي وایي چې د ۶۵ کلونو څخه زیات عمر لرونکي کسان ممکن په راتلونکي کې له سختو تدابیرو سره مخ شي.

صربستان کې د کورونا ویروس د خپرېدا مخکې د مهاجرو ضد کمپاینرانو د کډوالو پر وړاندې فعالیتونه درلودل. د مارچ پر ۸مه د صربستان پلازمېنې بلګراد کې نږدې ۲۰۰ کسانو د کډوالو ضد لاریون وکړ.

د صربستان د اپوزیسیون ځینې ګوندونه لکه دویري دولت په دې تورنوي چې د له اروپایي ټولنې څخه د سلهاوو زرو اخراج شویو مهاجرو د هرکلي له پاره له دغې اتحادیې سره پټ تړونونه لاسلیک کړي.

دغه ګوند د فبرورۍ پر ‍۱۸مه د صربستان په لوېدیځ کاکاک ښار کې د صربستان حکومت د کډوالۍ سیاست د  لا سختولو په خاطر کمپاین جوړ کړی و.

د لا زیاتو معلوماتو لپاره: د صربستان او هنګري پر پوله د کډوالو هیلې نیمګړې پاتې شوې

 

نورې ليکنې