د ۲۰۱۹ د ډسمبر ۱۳مه. د یونان په لېسبوس ټاپو کې موریا کمپ. کرېدېټ: رویترز، ګیورګوس موتافیس
د ۲۰۱۹ د ډسمبر ۱۳مه. د یونان په لېسبوس ټاپو کې موریا کمپ. کرېدېټ: رویترز، ګیورګوس موتافیس

د یونان د کډوالو چارو وزیر تېره سه شنبه ورځ وویل چې د کورونا ویروس د مخنیوي لپاره د د مهاجرو پر کمپونو محدودیت لګوي. د یونان د لومړي وزیر کیریاکوس میتسوتاکیس په حواله دغه وضعیت ممکن د دوو میاشتو لپاره دوام وکړي.

تېره ورځ د یونان لومړي وزیر کیریاکوس میتسوتاکیس په یوه ټلویزیوني وینا کې ویل: «موږ د داسې یوې جګړې په پیل کې یو چې په راتلونکو دوو میاشتو کې به سخته وي.»

نوموړي زیاته کړه: «غونډونه تر ټولو ډېر لوی دام دی. په کور کې پاتې کېدل زموږ دنده ده. کور کې پاتې شئ، ځکه چې مو دښمن نه لیدونکی دی خو نه ماتېدونکی نه دی.»

د سه شنبې ورځې د شمېرو له مخې یونان کې د کورونا ویروس ۳۸۷ پېښې ثبت شوې دي. تر اوسه ۵ کسان د دغه ویروس له کبله مړه شوي دي.

کمپونو کې نیول شوي تدابیر 

بل پلو د یونان د کډوالو چارو وزیر ویلي چې د مهاجرو په کمپونو کې «د افرادو او سازمانونو لیدنې کتنې لږ تر لږه د ۱۴ ورځو لپاره ځنډول کېږي

بل پلو د یونان د کډوالو چارو وزیر ویلي چې د مهاجرو په کمپونو کې د «افرادو او سازمانونو لیدنې کتنې لږترلږه د ۱۴ ورځو لپاره ځنډول کېږي.» 

یوازې د کمپونو پرسونل دغو ځایونو ته د ننوتلو اجازه لري او له پناه غوښتونکو څخه غوښتنه شوې چې د بیړنیو حالاتو پرته له کمپونو څخه و نه وځي.

نوموړي زیاته کړې: «د ټولو تازه رسېدونکو کسانو د بدن د حرارت درجه په جبري توګه اخیستل کېږي» او دوه ځله په ورځ کې کډوالو ته په مختلفو ژبو (عربي، فارسي، انګلیسي، فرانسوي، یوناني) روغتیایي لارښوونې ورکول کېږي.

دغه راز عامه ځایونه او دروازې هره ورځ پاک او ضد عفوني کېږي.

سازمانونه اندېښنې څرګندوي

د یونان په کمپونو کې، چې د دغه هیواد په مرکزي برخه او ټاپوګانو کې موقعیت لري، په لسهاوو زرو کسان ژوند کوي.

المانی سازمان میدیکو انټرنشنل، مار لیبروم او شاوخوا ۳۰ نورې ټولنې دغو کمپونو کې د کډوالو وضعیت په هکله اندېښنې ښيي.

یادو ټولنو په یوه عریضه کې لیکلي چې د اروپایي ټولنې د «هاټ سپاټ» په ډکو کمپونو کې نږدې ۴۰۰۰۰ کسان په داسې وضعیت کې ژوند کوي چې هېڅ ډول روغتیایي امکاناتو ته لاسرسی نه لري او ممکن ناروغ شي.

دوی زیاته کړې: «موږ [له ټولو کمپونو څخه] د ټولو کډوالو د ایستلو غوښتنه کوو.» دغو ټولنو دغه راز لیکلي چې باید د کډوالو د خوندیتوب لپاره کافي تدابیر ونیول شی.

تېره اونۍ د بې سرحده ډاکټرانو سامان غوښتنه کړې وه چې یوناني کمپونه باید په عاجله توګه تخلیه شي.

همدا رنګه اکسفام او د کډوالو لپاره یوناني شورا په یوه ګډه خبرپاڼه کې لیکي وو چې د پناه غوښتونکو بندي کول د توجیه وړ نه دي او یونان باید په دغه کړکیچن وضعیت کې هغوی ته خوندي ځایونه برابر کړي.   

یونان کې د اکسفام غړي رافایل شیلاف وایي: «د اروپایي ټولنې ځینو غړو دولتونو وعده کړې وه چې له یونانه نږدې ۱۵۰۰ بې سرپرسته او ماشوم کډوال مني.»

نوموړی زیاتوي چې د کووید ۱۹ د کړکېچ پر مهال دغه دولتونه باید د زیانمنونکو کسانو ساتنه وکړي او خپلې وعدې عملي کړي. 

تېره دوشنبه یوه ۶ کلنه نجلۍ موریا کمپ کې د اورلګېدنې له کبله مړه شوه.

د اروپایي شورا کمېشنرې دونیا میجاتوویچ په حواله دغه غمجنه پېښه ښيي چې د یونان په ټاپوګانو کې د روغتیا او خوندیتوب وضعیت باید په عاجله توګه ښه کړل شي.

نوموړې له یوناني چارواکو څخه غوښتنه وکړه چې د «ورته پېښو د مخنیوي لپاره دې ډېر ژر عمل کړي 

 

نورې ليکنې