د ۲۰۲۰ د مارچ دویمه: د یونان او ترکیه ګډه پوله. کرېډېت: حسین الدمیر، رویترز
د ۲۰۲۰ د مارچ دویمه: د یونان او ترکیه ګډه پوله. کرېډېت: حسین الدمیر، رویترز

ترکیې تېره ورځ اعلان وکړ چې د کورونا ویروس د خپرېدو د مخنیوي لپاره له یونان او بلغاریا سره خپلې پولې تړي. دا په داسې حال کې چې د تېرې فبرورۍ میاشتې له پایه راهیسې په زرګونو کډوال د ترکیې او یونان پر پوله ایسار پاتي دي.

د ترکیې خبري اژانس دي اچ اې د دغه هیواد د کورنیو چارو وزیر له قوله رپوټ ورکړی چې سر له چهارشنبې نیمه شپه ترکیه له بلغاریا او یونان سره خپلې پولې د ټولو مسافرو پر مخ تړي.

له تېرې میاشتې راهیسې په زرګونو کډوال د ترکیې او یونان په ګډه پوله راټول شوي او یونان ته د ننوتلو لپاره هڅې کوي.

تر دې د مخه ترکیې له ۲۰ هیوادونو څخه خپلې هوایي اړیکې تړلې وې. دغه راز ترکیه کې ټول ښوونځي هم تړل شوي دي.

ترکیه چې نن سبا پکې نږدې ۴ میلیونه مهاجر او پناه غوښتونکي اوسېږي د فبرورۍ پر ۲۸مه له اروپا سره خپله پوله د ټولو کډوالو پر مخ پرانیستله.

د ترکیې د پولې پرانیستل کېدو د دغه هیواد او د یونان اړیکې ترینګلې کړې.

اروپایي ټولنې ترکیه تورنه کړې چې له کډوالو څخه د ډال په توګه ګټه اخلي. یادې ټولنې له ترکیې څخه غوښتي دي چې د اروپایي اتحادیې او ترکیې ترمنځ د ۲۰۱۶ د کډوالو د مخنیوي تړون مراعات کړي.

ترکیې تېره میاشت له هغې وروسته خپله پوله پرانیستله چې د سوریا په ادلب سیمه کې د سوریې رژیم په هوایي برید کې تر ۵۰ ډېر ترکي سرتېري ووژل شول.

 

نورې ليکنې