له ارشیف څخه: سن اې مارن سیمه کې د منیل املو توقیف خونه. کرېډېټ: مایوا پولې، کډوال نیوز
له ارشیف څخه: سن اې مارن سیمه کې د منیل املو توقیف خونه. کرېډېټ: مایوا پولې، کډوال نیوز

فرانسه کې ځینې ټولنې له حکومته غواړي چې د دغه هیواد په اداري توقیف خونو کې ۹۰۰ بندي کسان خوشي کړي. دوی وایي چې دغو ځایونو کې د کورونا ویروس پر وړاندې ځانګړي تدابیر نه دي نیول شوي.

د کورونا ویروس د خپرېدا د مخنیوي لپاره ځینو ټولنو تېره ورځ د مارچ ۱۸مه له توقیف خونو څخه د بندیانو د خوشي کېدو غوښتنه وکړه. دوی د بهرنیانو د زنداني کېدو د څار ادارې له قوله ویلي چې په داسې حال کې چې ټوله فرانسه قرنطین شوې، اداري توقیف خونو او ورته ځایونو کې لا هم سړي، ښځې او ماشومان په بند کې دي.

د دغو ټولنو په حواله که څه هم دولت د کورونا ویروس له کبله ټوله فرانسه قرنطین کړې، خو په توقیف خونو کې د ویروس د خپرېدو د مخنیوي لپاره کوم خاص تدابیر نه دي نیول شوي.

د سیماد ټولنې غړی داوید روحي وایي: «په اداري توقیف خونو کې وضعیت د هغو تدابیرو پر خلاف دی کوم چې د دولت له خوا نیول شوي دي.» دا په داسې حال کې چې سیماد سازمان، چې په توقیف خونو کې فعالیت کوي، د کورونا ویروس له کبله دغو ځایونو کې خپل فعالیتونه ځنډولي دي.

پرون سهار له ۹۰۰ دېر کسان لا هم د فرانسې په مختلفو مرکزونو کې په بند کې ول. داوید روحي په دې هکله وایي: «دوی په طعام خونو کې یو ځای غذا خوري او له یو بل سره په تماس کې دي. دا د بنديانو او د بندي خانو د ساتونکو لپاره ګواښونکی وضعیت دی.»

تر اوسه د فرانسې په توقیف خونو کې د کورونا ویروس کومه پېښه ثبت شوې نه ده.

ځینې خوشي شوي کسان اړ دي چې له فرانسې څخه ووځي

په همدې حال کې د فرانسې په ځینو ښارونو کې ګڼو قاضیانو د هغو کسانو د خوشي کولو امر کړی کوم چې د بند مودې یې تمدید شوې وې. دغو قاضیانو ویلي چې توقیف خونو کې د  یادو کسانو بند پاتې کېدل د روغتیایي تدابیرو خلاف دي.

دوی دغه راز زیاته کړې چې نن سبا د کډوالو اخراجول ناممکن ښکاري.

بل خوا سازمانونو په یوه خبرپاڼه کې زیاته کړې چې هوایي اړیکې له ځینو هیوادونو سره پرې شوې... بله خبره دا چې [په داسې حالت کې] د کډوالو اخراجول د روغتیا نړیوال سازمان د روغتیایي مشورو خلاف دي...»

د لا زیاتو معلوماتو لپاره: له کوره د وتلو لپاره د فرانسې ټول اوسېدونکي باید اجازه لیک ولري 

د خوشي شویو په ډله کې د بوردو توقیف خونې ۱۲ بندیان هم دي. د ژیروند قومندانۍ ویلي چې د دوی د خوشي کولو دلیل دا و چې د اخراجوالو زمینه یې برابره نه وه.

خو یاده توقیف خونه تړل کېږل نه. ټاکل شوې چې د هنداي توقیف خونې ۶ بندیان هم دغه ځای ته انتقال شي. د سیماد یوې غړې په حواله قاضي د هغوی د خوشي کېدو امر نه دی کړی.

بل پلو د ګوادلوپ توقیف خونه تېره سه شنبه وتړل شوه. مایوت کې، چېرې چې د بندیانو شمېر ډېر دی، تېره چهارشنبه یوازې څو تنه په بند کې ول.

خو کله چې دغه کسان له بنده خوشي کېږي برخلیک یې نامعلوم دی. د خوشي شویو په ډله کې ځینې کسان «له فرانسې څخه د وتلو د مکلفیت سند» لري.

داوید روحي وایي: «دوی د ۷ ورځو لپاره خوشي شوي دي. د ۷ ورځو له تېرېدو وروسته چارواکي دوی نیولی شي.»

«موږ ماسکونو ته اړتیا لرو، باید خپلې کوټې پاکې کړو»

خو د ایل دو فرانس په منیل املو او ونسان توقیف خونو کې وضعیت د پخوا په شان دی. منیل املو کې ۱۶۷ کسان او ونسان کې ۱۱۰ کسان په بند کې دي. په تېرو څو ورځو کې ځینې نوي کسان هم دغو توقیف خونو ته انتقال شوي دي.

په یوه انټرني پلټفورم کې د یو بندي له قوله ویل شوی: «موږ هره ورځ پولیسو ته وایو: ماسک ته اړتیا لرو، خپلې کوټې باید پاکې کړو، موږ ته وسایل راکړئ.»

د لا زیاتو معلوماتو لپاره: پناه غوښتونکي: فرانسه کې د کورونا ویروس له کبله اداري چارې وځنډول شوې

خو د فرانسې قومندانۍ دغو توقیف خونو کې د وضعیت په اړه جزیات نه ورکوي. د فرانسې د کورنیو چارو وزارت هم تر اوسه د سازمانونو غوښتنې ته ځواب نه دی ورکړی.

داوید روحي په دې هکله وایي چې د ګواښونو سربېره حکومت د بندیانو د خوشي کولو اراده نه لري.

 

نورې ليکنې