د کرونا له کبله يو شمېر مهاجر قرنطېن کړل سوي هم دي
د کرونا له کبله يو شمېر مهاجر قرنطېن کړل سوي هم دي

د ملگرو ملتونو په حواله تر تیري سه شنبه ورځي پوري په جرمني کي ۱۰ مهاجر په کرونا اخته سوي دي، چي اکثره یې په برلین او مونشن کي دي. له بلي خوا بیا خیریه سازمانو د یونان د جزیرو څخه د ټولو مهاجرو د انتقال غوښتنه کړې ده.

د ملگرو ملتونو د مهاجرو د عالي کمیسارۍ ویاند، اندره ماهچیچ ویلي دي، «چي تر تیري سه شنبه ورځي پوري په جرمني کي ۱۰ مهاجر په کرونا اخته سوي دي،چي اکثره یې په برلین ، مونشن او هایدل بیرگ کي ديهغه د چارواکو څخه وغوښتل، چي په کرونا اخته مهاجرو سره دخپلو اتباعو په ډول رفتار وکړي.

له بلي خوا بیا ډیرو خیریه سازمانو د یونان له جزیرو څخه د هغوی د خرابو صحي شرایطو په سبب د ۴۰۰۰۰ مهاجرو د انتقال غوښتنه کړې ده. که څه هم په دغو کمپونو کي تر اوسه پوري هیڅ مهاجر په کرونا ویروس نه دی اخته سوی، خو هغوی بیره لري، چي د همدغو خرابو صحي شرایطو او د ډیرو مهاجرو د خراب صحي وضعیت له کبله کیدلای سي، دغه ویروس په کمپونو کي په شدت سره خپور او په زرونو انسانان تباه کړي.

منبع: آلمان ږغ پښتو

 

نورې ليکنې