له يونان څخه د ماشوم مهاجرو د راوستلو هڅې به ادامه ولري
له يونان څخه د ماشوم مهاجرو د راوستلو هڅې به ادامه ولري

آلمان په مؤقتي توګه نور هغه مهاجر نه مني چي د بشري دلايلو پر اساس به منل کيدل. د پراختيايي چارو له پاره آلمانی وزير ميولر غواړي د کويد ۱۹ ويروس پر ضد مبارزه کي د سويل مرسته وکړي.

د آلمان د کورنیو چارو وزارت د پناه غوښتونکو او مهاجرو له پاره د آلمان پر فدرالي ادارې بامف (BAMF) امر کړی دی چي د مهاجرو د بيا مېشتېونې پروګرام او ورسره مل پروسې دي دمګړی ودروي. د دغې پرېکړي لامل «د کويد ۱۹ کرونا ويروس د مخنيوي اقدامات» بلل سوي دي. زياته سوې چي د بيا مېشتونې پروسه به ژر تر ژره هغه وخت بېرته پېل کړل سي، کله چي يې بېرته امکان رامنځ ته سي. 

آلمان له ۲۰۱۲ کال راهيسي د (Resettlement-Programme) يا بېا مشتونې په پروګرام کي برخه وال دی او بېلګي په توګه له لبنان، سوډان او نورو لانجمنو سيمو څخه يې له مهاجر کمپونو مهاجر آلمان ته راوستلي او مېشت کړي دي. د دغه پروګرام مقصد په دومداره توګه و پناه غوښتونکو ته په آلمان کي د مېشتېدلو امکان برابرول دي. 

د آلمان د کورنيو چارو د وزارت دغه پرېکړه د اروپايي اتحاديې او د ترکيې تر منځ د مهاجرو په تړاو د تړون له لاري آلمان ته د راتلونکو مهاجرو له پاره هم صدق کوي. اروپايي اتحاديې ځان مکلف کړی ؤ چي د ټولو هغو مهاجرو په عوض چي ترکيه يې له يونان څخه بېرته اخلي، اروپايي اتحاديه به په هم هغه شمېر مهاجر له ترکيې څخه په خپلو غړو هيوادونو کي مني. 

د آلمان د ياد وزارت وياند د فونکه په نوم رسنيزي ډلې ته ويلي دي چي د برحالو سفري بندښونو او ممانعتونو له کبله د تېرې جمعې له ورځې (د ۲۰۲۰ کال د مارچ ۱۳مه) لا په عملي توګه د بېرته مېشتېدنې له پاره آلمان ته د مهاجرو راوستل درول او نژدې ناممکن سوي ول. دغه وياند زياته کړې چي د سه شنبې له ورځي د مهاجرو نړيوال سازمان (IOM) او په همدې شان د (UNHCR) سازمان په رسمي توګه د مهاجرو د منلو پروګرام وځنډاوه. 

خو د آلمان د کورنيو چارو د وزارت وياند ويلي دي چي ياده پرېکړه به پر هغو هڅو هيڅ اغېز ونلري او هغه به دوام وکړي، چي له مخي يې آلمان غواړي له يونان څخه بې سرپرسته ماشوم مهاجر آلمان ته راولي. د آلمان د کورنيو چارو وزير هارسټ زېهوفر ويلي ول چي ښايي روانه اونۍ لا د يادو هڅو پېل وسي. 

په داسي حال کي چي اروپايي اتحاديې د کرونا ويروس له کبله و اروپا ته د غېر اروپايانو پر راتګ بنديز لګولی، د پناه غوښتنې او مهاجرت له پاره د آلمان ځانګړې فدرالي ادارې بامف هم خپل کار په لوړه اندازه محدود کړی دی. 

په مهاجر کمپونو کي د کرونا له خپرېدو بيره 

ګڼ شمېر کارپوهانو په ټوله نړۍ کي د مهاجرو په کمپونو کي د کرونا ويروس د خپرېدو څخه خبرداری ورکړی دی. دا په داسي حال کي چي د مهاجرو له پاره کمپونه عموما تر اندازې زيات ډک وي او په زياتو مهاجر کمپونو کي حتی اړينو طبي آسانتياؤ  ته لاسرسی نه وي موجود. 

د پراختيايي چارو له پاره آلماني وزير ګېرد ميولر د «اوسبورګر څايټونګ» ورځپاني ته ويلي دي چي د کويد ۱۹ وبا پر ضد مبارزه او اړينو بنيادي جوړښتونو په رامنځ ته کولو کي به آلمان د سوريې او نورو بحران ځپلو سيمو سره مرسته وکړي.

نوموړي آلماني وزير له دې څخه هرکله کړی چي آلمان د راتلونکي ميلادي کال له پاره ۱۱ مليارده يورو پراختيايي مرستي په پام کي نيولي دي.

 

نورې ليکنې