د اوبرویلیې په دغه سیمه کې نږدې ۵۰۰ مهاجر اوسېږي. کرېډېټ: کډوال نیوز
د اوبرویلیې په دغه سیمه کې نږدې ۵۰۰ مهاجر اوسېږي. کرېډېټ: کډوال نیوز

د ایل دو فرانس قومندانۍ تېره ورځ وویل چې په راتلونکو ورځو کې د پاریس په اوبرویلیې کمپ کې مېشتو کډوالو ته سرپناه برابروي. دا په داسې حال کې چې پاریس کې ګڼې مهاجرې کورنۍ هم سرپناوو ته اړتیا لري.

په داسې حال کې چې ټوله فرانسه قرنطین شوې، د ایل دو فرانس قومندانۍ پرون د مارچ ۱۹مه وویل چې  د اوبرویلیې کمپ اوسېدونکو ته سرپناه برابروي. دغه راز  د سن سن دني سیمې قومندانۍ هم ویلي چې په راتلونکو ورځو کې به ۳۰۰ کډوالو ته سرپناه برابره کړي. د ایل دو فرانس قومندان میشل کادو اعلان کړی چې د سرپناه ورکولو عملیات د راتلونکې اونۍ په پیل کې ترسره کېږي.

د ده په حواله نږدې ۲۰۰ کسانو ته د پاریس ښار په جمنازیمونو کې ځای ورکول کېږي او هغوی ته د کورونا ویروس د مخنیوي لپاره روغتیایي امکانات هم برابرېږي. دا په داسې حال کې ده چې د روانې اونۍ په پیل کې د پاریس ښاروالې ویلي وو چې د پاریس ۱۴ جمنازیمونه باید سرپناه نه لرونکو کسانو ته اختصاص ورکړل شي.  

ښاغلي کادو زیاته کړې چې په کرونا ویروس اخته شویو مهاجرو او سرپناه نه لرونکو کسانو ته هم د ایل دو فرانس په ځینو نورو مرکزونو کې د اوسېدو ځای برابرېږي. تېره ورځ پاریس او نانتر سیمه کې درې مرکزونه پرانیستل شوي او ټاکل شوې چې نن جمعه یو بل مرکز په ارژانتوی سیمه کې پرانیستل شي. دغو مرکزونو کې هغو کسانو ته ځای ورکول کېږي کوم چې د کورونا ویروس نښې پکې ښکاري خو روغتونونو کې بستر کېدو ته اړتیا نه لري.

د لا زیاتو معلوماتو لپاره: له کوره د وتلو لپاره د فرانسې ټول اوسېدونکي باید اجازه لیک ولري

«دلته له نورو کسانو څخه واټن نیول ممکن نه دي»

د اوبرویلیې په ناقانونه کمپونو کې روغتیایي وضعیت ډېر خراب دی.

د یوتوپیا ۵۶ غړې ژولې د حکومت د نوې پرېکړې هرکلی کوي او وایي: «دلته روغتیایي ستونزې ډېرې دي ځکه کډوال اوبو ته لاسرسی نه لري.»

۲۳ کلن لیبیایی کډوال امیر چې له ۳ میاشتو راهیسې په اوبرویلیې کې اوسېږي تېره پنجشنبه ورځ کډوال نیوز ته وویل: «دلته له نورو کسانو څخه واټن نیول ممکن نه دي. ځینې کسان له نورو مهاجرو سره یو ځای تر یوې خیمې لاندې خوب کوي. زه هم له یو ملګري سره تر ګډې خیمې لاندې ژوند کوم.» نوموړی زیاتوي چې د شاور اخیستلو لپاره باید لرو پرتو سیمو ته لاړ شي.

د عیني شاهدانو په حواله د چهارشنبې په ورځ فرانسوي سرتېري دغې سیمې ته ورغلل او کډوالو ته یې وویل چې له تګ راتګ څخه ډډه وکړي او اوبرویلیې کې پاتې شي.

د لا زیاتو معلوماتو لپاره: پناه غوښتونکي: فرانسه کې د کورونا ویروس له کبله اداري چارې وځنډول شې

«کورونا ویروس یوه بله ستونزه ده»

پاریس کې د سرپناه نه لرونکو کډوالو د ژوند وضعیت د مهاجر پلوه سازمانونو اندېښنې راپارولې. یوتوپیا ۵۶ مهاجرو ته سرپناه وروکولو پروګرام درولی او ځینې روغتونونه، چې تر دې دمخه یې مهاجرو ته سرپناوې برابرولې، د کورونا ویروس د مخنیوي لپاره د دولت له خوا د نیول شویو تدابیرو له کبله نور د مهاجرو د منلو ظرفیت نه لري.

په تېرو څو ورځو کې ځینې کسان سړکونو کې ژوند کولو ته اړ شوي. ۳۸ کلن رواندایی کډوال لویک له خپلې ښځې او درېو ماشومانو سره په سړکونو کې شپه سبا کوي. نوموړی وایي: «کله چې د مارچ په ۱۶مه فرانسه قرنطین شوه، موږ د پاریس په ۱۱مه سیمه کې د یوې فرانسوۍ کورنۍ په کور کې ژوند کاوه چې رخصتۍ ته تللې وه. خو د امانویل مکرون تر پرېکړې وروسته دوی موږ ته وویل چې غواړي بېرته خپل کور ته راشي.»

لویک زیاتوي: «دوې شپې مو په سړکونو کې او تر خیمې لاندې تېرې کړې.» د چهارشنبې په ورځ فرانسوي سرتېرو د ده خیمه ونیوله. «پولیسو موږ ته وویل چې له راغونډېدو او نورو کسانو ته نږدې کېدو څخه ډډه وکړو.»

خو له پنجشنبې راهیسې لویک ته د پاریس د ۲۰ سیمې په یوه جمنازیم کې ځای ورکړل شوی. نوموړی وایي: «جمنازیم لوی دی او یوازې ۴ کورنۍ پکې اوسېږي. موږ له یو بل څخه په کافي توګه واټن نیولی.» هغه زیاتوي چې د ټولو خلکو په څېر له کورونا ویروس څخه وېرېږي. «کورونا ویروس موږ لپاره یوه بله ستونزه ده.»

«پولیسو را ته وویل چې خپل کور ته ورشه خو زه کور نه لرم»

۳۷ کلنې بتینا دیالو ته تېره پنجشنبه د سازمانونو په یو هوټل کې سرپناه ورکړل شوه. خو نوموړې ویره لري چې ممکن بېرته سړکونو کې ژوند کولو ته اړه شي. هغې تېره ورځ وویل: «زه ویره لرم. تېره ورځ پولیسو راته وویل چې خپل کور ته ورشه خو زه کور نه لرم.»

د یوتوپیا ۵۶ په حواله پرون چهارشنبه لسګونې کورنۍ – ټولټال ۳۳ کسان – د سرپناوو په انتظار کې وې.

 

 * مستعار نوم

 

نورې ليکنې