کوریسیا بندر. کرېډېټ: ویکيمدیا کامنز
کوریسیا بندر. کرېډېټ: ویکيمدیا کامنز

له پنځو ورځو راهیسې نږدې دوه سوه کډوال د اژې سمندر یو ټوریستي ټاپو ته رسېدلي دي. یوناني چارواکو ویلي چې ښایي دغه کسان تر راتلونکې یکشنبې پورې اټن ته نږدې د مهاجرو کمپونو ته انتقال شي.

د دوشنبې په ورځ (د مارچ ۱۶مه) د یونان ساحلي سرتېرو اژې سمندر کې ۱۹۰ کډوال وژغورل. د دغو کسانو کښتۍ کیا ټاپو ته نږدې خرابه شوې وه.

د ژغورل شویو په ډله کې ډېری افغانان دي خو ایراني او سومالیایي کډوال هم پکې شته.

د فرانسې خبري اژانس د کیا ټاپو د ښاروالۍ مرستیال له قوله ویلي چې یو مهاجر، چې تبه یې درلوده، درې مېندوارې ښځې او یو ټپی کډوال اټن ته انتقال شوي او پاتي کسان د کوریسیا بندر په یو هوټل کې قرنطین شوي دي.

یوناني چارواکو د دغو مهاجرو د قاچاقولو په تور درې کسان نیولي دي.

بل خوا د سره صلیب یو مسول ویلي چې دوی به ۱۴ ورځې په قرنطین کې تېرې کړي، خو هغه هوټل کوم چې دوی پکې مېشت دي کافي امکانات نه لري.

پرون د یونان د کډوالو چارو وزارت ویاند د فرانسې خبري اژانس ته وویل چې ښایي دغه کسان تر راتلونکې یکشنبې پورې اټن ته نږدې د مهاجرو کمپونو ته انتقال شي.

د ده په حواله دغو کسانو د سیمې له ځایي اوسېدونکو سره تماس نه درلود او ټاکل شوې چې د انتقالولو پر مهال یې لازم تدابیر ونیول شي.

د کیا ټاپو د ښاروالۍ مرستیال دغه ټاپو کې د مهاجرو د شتون په اړه اندېښنه ښودلې اده و زیاته یې کړې چې کیا د مهاجرو د هرکلي لپاره کافي امکانات نه لري.

 

نورې ليکنې