له ارشیف څخه: د ملګرو ملتونو د کډوالۍ عالي کمیسارۍ کمېشنر فیلیپو ګرانده. کرېډېټ: رویترز
له ارشیف څخه: د ملګرو ملتونو د کډوالۍ عالي کمیسارۍ کمېشنر فیلیپو ګرانده. کرېډېټ: رویترز

د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو ادارې تېره پنجشنبه ورځ وویل چې د کورونا ویروس پر وړاندې د اروپایي دولتونو له خوا نیول شوي تدابیر نباید پولو کې د کډوالو د بند پاتې کېدو لامل وګرځي.

تېره پنجشنبه ورځ د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې عالي کمېشنر فیلیپو ګراندي په یوه خبرپاڼه کې وویل چې ټول حکومتونو د «دغه کړکېچ په کانټکست کې» د خپلو پولو د اداره کولو په اړه تدابیر نیسي.

خو «دغه تدابیر باید د پناه غوښتنې مسیرونه و نه تړي، او خلک دې ته اړ و نه کړي چې بېرته خطروناکو حالاتو ته ور وګرځي.»

د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې مشر په داسې حال کې دا خبرې کوي چې د اروپایي ټولنې غړو هیوادونو د ۳۰ ورځو لپاره خپلې پولې تړلې دي.

د ښاغلي ګراندي په حواله داسې حل لارې شته چې مهاجرو ته اروپایي هیوادونو ته د ننوتلو زمینه برابره کړي.

ده زیاته کړې چې که چېرې کومې روغتیایې ستونزې رامنځ ته شي، نو دولتونه کولی شي چې له خپلو امکاناتو څخه کار واخلي، د کرونا ویروس ټست ترسره کړي او په دې ویروس اخته یا شکمن کسان قرنطین کړي.  

«په دغو سختو حالاتو کې باید هغه کسان هېر نه کړو چې له جګړو او تاوتریخواليو څخه تښتېدلي دي.» 

د ملګرو ملتونو ادارې په حواله نړۍ کې ۷۰ میلیونه کسان د جګړو او تاوتریخوالیو له کبله له خپلو کورونو څخه تښتې ته اړ شوي دي چې په ډله کې یې ۲۰ مهاجر هم دي.

یاده اداره همدا راز په دې اند ده چې ۸۴ سلنه کډوال په داسې هیوادونو کې ژوند کوي چې روغتیایي سیستمونه یې له ستونزو سره مخ دي.

 

نورې ليکنې