کرېډېټ: رویترز
کرېډېټ: رویترز

له تېرو څو اوونیو راهیسې ګڼو اروپایي هیوادونو د کورونا ویروس د خپرېدا د مخنیوي لپاره سخت تدابیر نیولي دي. ځینې هیوادونه لکه ایټالیا او فرانسه قرنطین شوي دي او ځینو نورو هیوادونو خپلې پولې تړلې دي. دا چې دغو اقداماتو د کډوالو پر ژوند څه اغېز کړی، دلته یې لوستلی شئ.

د خلکو پر تګ راتګ بندیز، د پولو تړل کېدل، د ادارې چارې ځنډېدل… کورونا ویروس اروپایي هیوادونو کې ورځني ژوند له خنډونو سره مخ کړی او خلک یې ډارولي دي. له کورونا ویروس څخه د اغېزمن شویو کسانو په ډله کې ګڼ شمېر مهاجر هم دي. ځینو اروپایي هیوادونو کې مېشتو مهاجرو له کډوال نیوز سره خپل نظرونه شریک کړي.

خلیل علاج، فرانسه، پاریس

«زه ډاکټر یم او پوهېږم چې د دولت دغه اقدامات د خلکو په ګټه دي. دا به د ویروس د خپرېدو او د تلفاتو د شمېر د لوړېدو  مخه و نیسي. خو دا طبیعي خبره ده چې دغه اقدامات به جانبي اغېزې هم ولري. ما پخپله له یوې دولتي ادارې سره د مرکې وخت درلود. خو کله چې فرانسه قرنطین شوه، زما مرکه هم لغوه شوه.

بله ستونزه دا چې دغه وضعیت خلک ډېر ډارولي دي. تر قرنطین مخکې ټول فرانسویان سوپرمارکېټونو ته ورغلل چې د قرنطین مودې لپاره ټول ضروري شیان واخلي. خو دغه حالت زما په ورځني ژوند ناوړه اغېز وکړ. زه یوازې ژوند کوم. کله چې له دندې کور ته راځم مارکېتونه تړلي دي.

زه د یو مهاجر په شان یوازې د خپل ځان نه بلکې د نورو مهاجرو په هکله هم اندېښنې لرم. پوهېږم چې د هغوی په ډله کې ډېری کسان له لومړنیو اړتیاوو څخه بې برخې دي، تر خیمو لاندې ژوند کوي او روغتیایي بیمې هم نه لري. ځینې کسان هم د امکاناتو د نه لرلو او د استرس د لېرې کولو له کبله په نشه روږدي کېږي چې په پایله کې یې د دوی د بدن مقاومت کمېږي او ممکن چې په ویروس اخته شي.»

احمد ذکي، فرانسه، پاریس

«زه ډوبلیني یم. له میاشتو راهیسې د پاریس په مختلفو سیمو کې ژوند کوم. ځینې ملګري هم لرم چې کله ناکله ما ته دا زمینه برابروي چې په کورونو کې یې شپه سبا کړم. خو اوس چې فرانسه قرنطین شوې، زه د خپلو ملګرو کورونو ته هم نه شم تللی او مجبور یم چې په سړکونو کې ژوند وکړم.

لومړۍ ستونزه مې دا ده چې دلته ټولې اداري چارې ځنډول شوې. ما د ډوبلین د مودې د ختمېدو په هکله له پرفکتور سره د مرکې وخت درلود. خو اوس مې مرکه لغوه شوې او زه نه پوهېږم چې څومره باید انتظار وکړم.

بل مشکل هم روغتیایي ستونزه ده. څو ورځې مخکې ټوخېدم. خو روغتیایي بیمه مې نه درلوده. یو  ملګری لرم چې په افغانستان کې د طب محصل و. هغه ته مې وویل چې راسره مرسته وکړي. ما سره یو درملتون ته لاړ او دوا یې واخیسته. اوس مې حالت ښه شوی خو  ویره لرم چې په کرونا اخته شم.»

حسین *، یونان، موریا کمپ

«څو میاشتې کېږي چې له خپلې ښځې او ماشومانو سره په موریا کمپ کې ژوند کوم. د ۲۰۲۱ په مارچ میاشت کې د پناه غوښتنې چارواکو سره مرکه لرو. خو د کورونا ویروس له امله اندېښمن یو. دلته په کمپ کې وضعیت ډېر خراب دی. تېره جمعه چارواکو کمپ کې په مختلفو ژبو اعلامیې خپرې کړې. اوس له هرې کورنۍ څخه یوازې یو کس حق لري چې د ضروري کارونو لپاره له کمپه ووځي. نن سهار دوی مهاجرو ته وویل چې باید خپل لاسونه ومنځي او له یو بل سره دې واټن ونیسي. دوی دا هم وویل چې که څوک پرته له اجازې له کمپه ووځي ۱۵۰ یورو جرمانه کېږي.

خو ستونزه دا ده چې دلته په ورځ کې یوازې د دوو ساعتونو لپاره اوبه لرو او په سلګونو مهاجر په لیکو کې انتظار باسي. موږ څنګه له یو بل څخه واټن نیولی شو؟ د سهار له خوا هم مهاجر د خوړو د ترلاسه کولو لپاره په لیکو کې انتظار کوي. دلته هم له نورو څخه واټن نیول ناممکن دي.

د کمپ چارواکي وایي چې دوی د کرونا ویروس ټسټونه ترسره کوي. خو رښتیا خبره دا چې ما خو تر اوسه داسې کوم ټسټ نه دی لیدلی.

زه د خپلو ماشومانو په اړه اندېښمن یم. که یو څوک په ویروس اخته شي، ټول کمپ پرې اخته کېږي.»

معصومه جعفري، یونان، موریا کمپ

«کله چې زه د نړۍ په خبرونو کې ګورم چې په نورو ټولنو کې د انسان ژوند څومره ارزښت لري او ځینې هیوادونه قرنطین شوي دي، د خپلو خلکو په حال ژاړم چې پرته له امکاناتو په دغه ټاپو کې ایسار پاتې دي.

موریا کمپ کې اوبه نشته، هوسایي نشته، برېښنا نشته، د ژوندانه لومړنۍ اړتیاوې نشته.

که یوه ورځ د موریا یو اوسېدونکی په دې ویروس اخته شي، نو ټول مهاجر به له خطر سره مخېږي. یوه فاجعه په لاره کې ده. زه یوه مور یم او ویرېږم.»


*  مستعار نوم

 

نورې ليکنې