د یونان پلازمېنه اټن. کرېډېت: عاصم سلیم
د یونان پلازمېنه اټن. کرېډېت: عاصم سلیم

تېره یکشنبه شپه د یونان لومړي وزیر کیریاکوس میتسوتاکیس اعلان وکړ چې سر له دوشنبې د کورونا ویروس د خپرېدو د مخنیوي لپاره ټول یوناني وګړي باید په خپلو کورونو کې پاتې شي او پرته له اجازه لیک څخه له کوره د ننوتلو اجازه نه لري.

یونان د ځینو اروپایي هیوادونو په څېر د اپریل تر ۶مې پورې قرنطین شوی دی – خو د وضعیت په پام کې نیولو سره ممکن چې دا موده تمدید شي.

د یونان لومړي وزیر کیریاکوس میتسوتاکیس وایي چې دا تصمیم یې د کورونا ویروس د خپرېدو د مخنیوي لپاره نیولی دی.

نوموړي د یکشنبې په شپه په یوه ټلویزیوني وینا کې وویل چې د دوشنبې ورځې د سهار له ۶ بجو ټول یوناني وګړي باید په خپلو کورونو کې پاتې شي.

ده زیاته کړې چې یوازې په لاندې حالاتو کې خلک له کوره د وتلو اجازه لري: کار، ډاکټر او بانک ته د ورتګ لپاره، د زیانمنونکو کسانو د لېدلو لپاره، د خوړو او دوا د اخیستلو لپاره، له کوره د حیواناتو د ایستلو لپاره او یا د سپورټ کولو لپاره.

هغه کسان چې له کوره  کار نه شي کولی، کار ته د ورتګ لپاره باید د کارفرما سند او یو شخصي اجازه لیک هم ولري.

د لا زیاتو معلوماتو لپاره: د اژې سمندر په کیا ټاپو کې ۱۹۰ مهاجر قرنطین شوي 

له کوره د وتلو اجازه لیک

د ښاغلي کیریاکوس په حواله که چېرې څوک له کوره ووځي، نو باید له کوره د وتلو اجازه لیک او دغه راز خپله پېژندپاڼه له ځان سره ولري، که نه ۱۵۰ یورو جرمانه پرې لګېږي. همدارنګه په یوه موټر کې یوازې دوه کسان سپرېدلی شي.

د لا زیاتو معلوماتو لپاره: یونان د کورونا ویروس د مخنیوي لپاره د مهاجرو پر کمپونو محدودیت لګولی

تېره ورځ نږدې لس یوناني وګړي چې له اسپانیا څخه یونان ته ستانه شوي وو د اټن په یوه هوټل کې قرنطین شول. تر اوسه یونان کې د کورونا ویروس ۶۲۴ پېښې ثبت شوې او ۱۷ کسان مړه شوي دي. 

 

نورې ليکنې