پورت دوبرویلیې کې د کډوالو یو کمپ. کرېډېټ: کډوال نیوز
پورت دوبرویلیې کې د کډوالو یو کمپ. کرېډېټ: کډوال نیوز

د رپوټونو په حواله فرانسوي پولیسو نن سه شنبه سهار د پاریس په شمالي اوبرویلیې سیمه کې د کډوالو یو کمپ خالي کړی دی. دغه له چټلۍ نه ډک کمپ کې په سلګونو مهاجرو په خورا سختو شرایطو کې ژوند کاوه.

څو ورځې مخکې د ایل دو فرانس سیمې قومندان میشل کادو د کورونا ویروس د خپرېدو د مخنیوي لپاره د دغه کمپ د خالي کولو عملیاتو خبر ورکړی و.

دغه عملیات  نن سهار وختي پیل شول. د ورځې په ۷ بجو او ۱۵ دقیقو د کمپ اوسېدونکي سرویسونو کې سپاره شول او د د پاریس او سن – سن – دني هوټلونو او جمنازیمونو ته انتقال شول.

 عملیات کې د سن – سن – دني قومنداني هم ګډون درلود.

تر دې دمخه فرانس تغ دزیل ادارې ویلي وو چې اوبرویلیې کمپ کې له ۳۰۰ تر ۶۰۰ کسان ژوند کوي. .

خو نن د سن – سن – دني قومندانۍ چارواکې ان – کلې میالو د فرانسې خبري اژانس ته وویل چې د عملیاتو په پایله کې ممکن تر دې نه زیاتو کسانو ته سرپناه برابره شوې وي.

ټاکل شوې چې په جمنازیمونو او هوټلونو کې د بې سرحده ډاکټرانو سازمان په کورونا ویروس کې د مهاجرو د احتمالي اخته کېدو د معلومولو لپاره د دوی روغتیایي ازموینې ترسره کړي.

تېره اونۍ د نړۍ ډاکټرانو ادارې د پاریس د شمالي سیمې کمپونو کې د خراب وضعیت په اړه خبرداری ورکړی و.

 

نورې ليکنې