ایران څخه راستنیدونکي کډوال د هرات ولایت انصار کمپ کې د روغتیايي آزموینې پر مهال.  ۲۴ فبروري ۲۰۲۰. تصویر: پدرام قاضي زاده
ایران څخه راستنیدونکي کډوال د هرات ولایت انصار کمپ کې د روغتیايي آزموینې پر مهال. ۲۴ فبروري ۲۰۲۰. تصویر: پدرام قاضي زاده

د افغانستان د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت وایي چې ایران کې د کورونا ویروس تر خپرېدا وروسته نږدې ۱۵۰ زره افغان مهاجر افغانستان ته ستانه شوي دي. بل خوا د افغانستان د روغتیا وزارت وایي چې دغه هیواد کې د کرونا ویروس لومړنی قرباني، چې په بلخ ولایت کې مړ شوی، له ایرانه افغانستان ته ستون شوی و.

«اطلاعات روز» ورځپاڼې تېره دوشنبه د افغانستان د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت له قوله رپوټ ورکړ چې یوازې په تېره کب میاشت کې ۱۴۵ زره افغان مهاجر د هرات د اسلام قلعې او د نیمروز د پل ابریشم له لارو افغانستان ته ستانه شوي دي.

د یاد وزارت د ویاند مرستیال رضا باهر دغې ورځپاڼې ته ویلي چې په تېرو څو وختونو کې هره ورځ له ۲۰۰ تر ۳۰۰ مهاجر د پل ابریشم د پولې له لارې بېرته افغانستان ستنېږي.

بل پلو د هرات د کډوالو او راستنېدونکو چارو ریس جاوید نادم ویلي چې د اسلام قلعې له لارې هره ورځ ۸۰۰ تر ۱۱۰۰ کسان د افغانستان خاورې ته ننوځي.  
ایران کې د کورونا ویروس تر خپرېدا وروسته د افغانستان حکومت د مارچ په لومړیو ورځو کې له ایراني چارواکو څخه د افغان کډوالو د جبري اخراج د ځنډولو غوښتنه وکړه.

په خپله خوښه بېرته ستنېدل

خو د کډوالو او را ستنېدونکو چارو وزارت وایي چې افغان کډوال «په کورونا ویروس د اخته کېدو» له وېره په خپله خوښه بېرته افغانستان ته ستنېږي.

د رپوټونو په حواله په تېرو څو اونیو کې هره ورځ ۱۰ تر ۱۱ زره افغان کډوال له ایرانه بېرته افغانستان ته ستانه شوي دي. د ښاغلي باهر په حواله که څه هم د نوروز رخصتیو له کبله په تېرو څو ورځو کې افغانستان ته د بېرته ستنېدونکو کسانو په شمېر کې کموالی راغلی، خو د یادو رخصتیو تر ختمېدو وروسته ښایي له ایرانه د بېرته ستنېدونکو کسانو شمېر په ورځ کې ۱۰ تر ۱۲ کسانو ته ورسېږي.

د افغانستان د روغتیا وزارت د شمېرو له مخې تر اوسه افغانستان کې د کورونا ویروس ۷۴ پېښې ثبت شوې دي.

لومړنی قرباني

په همدې حال کې د افغانستان د روغتیا وزارت پرون دوشنبه بلخ ولایت کې د کورونا له امله لومړۍ مړېنه تایید کړه.  

د «هشت صبح» ورځپاڼې په حواله د افغانستان د روغتیا وزارت ویاند وحیدلله مایار ویلي چې دغه ۴۰ کلن سړی له ایرانه افغانستان ته ستون شوی و او د ځیګر او بډوډي په ناروغیو اخته و. د هغه د کورونا ویروس د ازموینې پایله مثبته وه.  

د افغانستان د روغتیا وزارت ویاند زیاته کړې چې دغه کس دا خبره رد کوله چې ګواکې تر دې دمخه په ایران کې اوسېده، خو د ده له «لهجې» نه معلومه وه چې له ایرانه ستون شوی دی.

دا په داسې حال کې ده چې په تېرو څو ورځو کې ملي او نړیوالو رسنیو رپوټ ورکړی چې ایران کې روغتونونه او طبي مرکزونه په کورونا ویروس د اخته افغانانو له منلو څخه ډډه کوي.

د افغان چارواکو له مخې تر اوسه ایران کې ۱۶ افغان مهاجر د کورونا ویروس له امله مړه شوي دي.

 

نورې ليکنې