ونوکوفو هوایي ډګر. کرېډېټ: پېکسابي
ونوکوفو هوایي ډګر. کرېډېټ: پېکسابي

د رپوټونو په حواله د روسیې پلازمېنه مسکو کې په سلګونو تاجېک او ازبېک کارګر د کورونا ویروس پر وړاندې د نیول شویو تدابیر له امله ایسار پاتي دي. له تېرې اونۍ راهیسې له مسکو څخه تاجېکستان او ازبېکستان ته زیاتې الوتنې لغوه شوې دي.

ایام الدین کمالوف له ۶ ورځو راهیسې د مسکو په هوایي ډګر کې شپه سبا کوي. نوموړی چې د پولو تر تړل کېدو وروسته مسکو کې بند پاتې دی غواړي چې تاجیکستان ته ستون شي.

دغه ۲۹ کلن سړی د فرانسې خبري اژانس ته وایي: «الوتنه مې لغوه شوه. هوایي شرکت ما ته وویل چې په هوټل کې ځای راکوي. خو اوس زه په هوایي ډګر کې خوب کوم.»

ایام الدین زیاتوي چې د کورونا ویروس ګواښ سربېره هوایي ډګر کې ایسارو کارګرو ته ماسک او ژل هم نه دي ورکړل شوي.

د ایام الدین په څېر په سلګونو نور کارګر تاجیکستان او ازبیکستان ته د الوتنو تر لغو کېدو وروسته مسکو کې بند پاتې دي.

روسیه کې د شوروي د پخوانيو جمهوریتونو په سلهاوو زره اتباع د کارګرو په توګه کار کوي.

پرون سه شنبه نږدې سل تاجېک مهاجر د مسکو په ونوکوفو هوایي ډګر کې انتظار کاوه. د کورونا ویروس کړکېچ له کبله تاجېکستان او ازبېکستان ته د الوتنو کچه ټیټ شوې او د ټکټونه بیې درې چنده شوې دي.

یاد ډګر کې نږدې ۵۰ ازبیک مهاجر هم دي. ۲۱ کلن اقبال مسکو کې کار کوي او خلکو ته خواړه ور رسوي. هغه وایي چې له ۶ ورځو راهیسې په ونوکوفو ډګر کې ایسار پاتې دی.

نوموړی د فرانسې خبري اژانس ته ویلي: «ما پرېکړه وکړه چې [خپل هیواد ته] ستون شم ځکه چې [روسیه کې] رستورانونه تړل شوي او د خوړو سفارښتونه کم شوي دي... همدارنګه پلار او مور مې د کورونا ویروس له کبله اندېښمن دي.»

اقبال ازبېکستان هیواد ته تر رسېدو وروسته باید دوې اونۍ په قرنطین کې تېر کړی.

بل خوا تاجیک چارواکو هم ویلي چې تاجېکستان ته ستنېدونکو تاجېکان هم دوه اونۍ قرنطین کېږي.

د ویزو تمدیدول

دا په داسې حال کې ده چې دا مهال ګڼ شمېر کډوال د نوروز د جشن د لمانځلو لپاره د مرکزي اسیا هیوادونو ته ستنېږي.

له مسکو پرته د اورال په اکاتېرینبورګ او د سیبریا په نووسیبرسک ډګرونو کې هم ورته وضعیت حاکم دی.

بل پلو د روسیې د ملکي الوتنو ژاندارم روساویاتسیا ویلي چې د مهاجرو اصلي هیوادونه د روان وضعیت لامل دي ځکه چې دوی د پروازونو شمېر کم کړی دی.

دغې ادارې په یوه خبرپاڼه کې زیاته کړې چې د «یادې ستونزې د هوارولو لپاره» تدابیر نیسي.

روسي چارواکو د مارچ پر ۱۹مه اعلان وکړ چې د کورونا ویروس کړکېچ له کبله روسیه کې د بهرنیانو د ویزو مودې تمدیدوي.

د یادولو ده چې د دغو کارګرو پیسې د دوی د اصلي هیوادونو د اقتصاد لپاره مهمې دي.

ایام الدین کمالوف په دې هکله اندېښنه ښيي: «روسیه کې کارخانې تړل شوې او څوک نه پوهېږي چې دا به څومره دوام وکړي.»

ازبېک کډوال اقبال هم له ورته ستونزې سره مخ دی: «د دغه کړکېچ له امله ما خپل معاش نه دی ترلاسه کړی. که رښتیا ووایم ویره لرم چې هېڅکله به یې ترلاسه نه کړم.»

 

نورې ليکنې