د مارچ ۶مه: یوناني پولیسو اوروس سیمه کې دغه پاکستاني کډوال نیولي. کرېډېټ: رویترز، الکساندروس اورامیدیس
د مارچ ۶مه: یوناني پولیسو اوروس سیمه کې دغه پاکستاني کډوال نیولي. کرېډېټ: رویترز، الکساندروس اورامیدیس

د یونان د مهاجرو شورا پرون سه شنبه وویل چې د یونان دولت شورا ته یې د پناه غوښتنې د ځنډولو پرېکړې پر خلاف شکایت ثبت کړی دی. تېره فبروري د ترکیې د پولو تر پرانیستل کېدو وروسته د یونان حکومت اعلان وکړ چې د یوې میاشتې لپاره د پناه غوښتنو د ثبتولو پروسه ځنډوي.

دا پرېکړه، چې د مارچ پر ۱مه نافذه شوې او د کډوالو د په شا تمبولو اجازه هم ورکوي، له هغې وروسته شوه چې تېره فبروري د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د دغه هیواد د پولو د پرانیستلو اعلان وکړ.

د ترکیې له دغې پرېکړې وروسته کاستانیس سرحدي کې زیاتې تاوتریخجنې پېښې رامنځ ته شوې.

یاده سیمه کې په زرګونو هغه پناه غوښتونکي راټول شوي وو چې غوښتل یې یونان ته لاړ شي.

د یونان د مهاجرو شورا شکایت تېره دوشنبه ثبت شوی دی.

یاده شورا په یوه خبرپاڼه کې لیکلي: «درې ښځې، چې ماشومان یې هم ورسره دي، افغانستان او ترکیې ته د اخراج له ګواښ سره مخ دي، حال دا چې [دغو هیوادونو کې] د هغوی ژوند، روغتیا او لومړني حقونه په خطر کې دي.»

یادې شورا زیاته کړې چې د پناه غوښتنې د ځنډولو پرېکړې «د ملي او نړیوالو سازمانونو، لکه د بشري حقونو ملي کمیسیون او د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې، سختې نیوکې را پارولې دي.»

د یونان د مهاجرو شوار په حواله دا حق د «نړیوالو قوانینو» له خوا په رسمیت پېژندل شوی او څوک یې د ځنډولو صلاحیت نه لري.

یادې شورا د یونان ولسمشرې کاترینا ساکېلاروپولو څخه غوښتي دي چې «دغه غیرقانوني پرېکړه لغوه کړي.» دغه راز د یونان له پارلمان څخه غوښتنه شوې چې دغه پرېکړه دې تصویب نه کړي.

د مارچ له لومړۍ نېټې وروسته یونان ته رسېدلي زیات شمېر کډوال د یوناني ځواکونو له خوا نیول شوي او د دې پرېکړې پر بنسټ له اخراج نه مخکې تړلو کمپونو ته انتقال شوي دي. 

 

نورې ليکنې