کرېډېټ: د مانش سمندري قومندانۍ ټویټر پاڼه
کرېډېټ: د مانش سمندري قومندانۍ ټویټر پاڼه

د برتانیا سرحدي ځواکونه وایي چې د کنت سیمې په ساحلي اوبو کې یې په ۶ بېړیو کې سپاره ۹۶ کډوال نیولي دي. بل پلو فرانسوي چارواکو ویلي چې تېره ورځ یې مانش کانال کې ۱۴ کسان ژغورلي دي.

د برتانیا د کډوالو چارو ادارې په حواله نیول شوي کسان وایي چې د ایران، عراق، افغانستان او کویت اصلي اوسېدونکي دي.

تر دې دمخه د برتانیا حکومت ویلي وو چې د کورونا ویروس د احتمالي نښو د معلومولو لپاره دغه هیواد ته رسېدونکي کډوال باید روغتیایي معاینې ترسره کړي.

بي بي سي د برتانیا د کډوالو چارې ادارې د یو ویاند له قوله لیکلي چې د کورونا ویروس کړکېچ د دوی «پټو پېښو پر خلاف عملیاتو» باندې منفي اغېز نه دی کړی او دوی له دغو پېښو سره د مبارزې توان لري.

د فرانسې په اوبو کې ۱۴ مهاجر ژغورل شوي

بل لور ته فرانسوي چارواکو رپوټ ورکړی چې د چهارشنبې په ورځ یې مانش کانال کې ټولټال ۱۴ کسان ژغورلي دي.

چارواکو زیاته کړې چې تېره ورځ دوی ته د کډوالو د یوې داسې بېړۍ په هکله اطلاع ورکړل شوه چې سمندر کې له ستونزې سره مخ شوې وه. دغه بېړۍ کې دوه ماشومان او ۱۲ نارینه سپاره ول.

دغه کسان، چې د بدن د حرارت درجې یې ټیټې شوې وې د توکې له ساحلي اوبو څخه ژغورل شوي، او  بولونی – سور – مېر سیمې ته تر انتقال وروسته سرحدي پولیسو ته سپارل شوي دي. .

بي بي سي کالې کې د یوه خیریه سازمان له قوله وایي چې فرانسه کې پناه غوښتونکي په کورونا ناروغۍ د اخته کېدو ګواښ سره مخ دي ځکه چې دوی د اوسېدو ځای د نه لرلو له امله په سړکونو کې شپه سبا کوي.

دا سازمان په خپله فېسبوک پاڼه لیکي چې دغه مهاجر د  اوبو د نشتوالي له کبله خپل لاسونه منځلي نه شي او د اوسېدو ځای د نشتوالي له امله ځانونه قرنطین کولی هم نه شي.

 

نورې ليکنې