له آلمان څخه په ۲۰۱۹ کال ۸۴۲۳ مهاجر د دبلن تړون له مخي اخراج سوي ول
له آلمان څخه په ۲۰۱۹ کال ۸۴۲۳ مهاجر د دبلن تړون له مخي اخراج سوي ول

آلمان د دبلن د پروسې له مخې د اروپا دننه د پناه غوښتونکو لېږد درولی دی. خو له اروپا دباندي د مهاجرو د اخراج د درولو اعلان لا نه دی سوی.

د آلمان د کورنيو چارو وزارت دغه اونۍ اعلان وکړ چي تر بل اعلان پوري به د دبلن پروسې له مخي د اروپا دننه د پناه غوښتونکو بېرته لېږد ودروي. د آلماني تلويزيون (ARD) راپور ورکړی ؤ چي د اروپايي اتحاديې غړي هيوادونه به په دې تړاو ژر يوه مشترکه پرېکړه وکړي. اټکل کيږي چي پر دغه موضوع به نن د پنجشنبې په ورځ (د ۲۰۲۰ کال د مارچ ۲۶مه) نوی تفصيل رابرسېره سي.

د راپور له مخي د مهاجرو او پناه غوښتونکو له پاره د آلمان ځانګړي فدرالي ادارې بامف تر مخه لا د دبلن پروسې د توقف په تړاو د آلمان اړونده اداري محکمې ته معلومات لېږلي دي. بامف د دغه توقف دليل د کرونا ويروس بحران ياد کړی دی.

بامف ويلي دي چي د پناه غوښتونکو لېږد دمګړی ناممکن سوی او له دې کبله دغه پروسه متوقفه کړله سوې ده. يادې ادارې زياته کړې چي البته دا د دې معنی نه لري چي د دبلن پر تړون لاسليک کونکي هيوادونه به نور مکلف نه وي چي هغه پناه غوښتونکي له آلمان څخه بېرته ومني کومو چي لومړی په بل اروپايي هيواد کي د پناه غوښتنه کړې وي.

د اخراج د عمومي توقف اعلان نه دی سوی

آلمان په رسمي توګه د کويد ۱۹ کرونا ويروس له کبله د فبرورۍ په پای کي لا و اېټاليې ته د دبلن له مخي د مهاجرو د لېږد لړۍ درولې وه. د پرو ازيول په شمول د مهاجرو د ملاتړ يو شمېر ټولنو او په همدې شان يو شمېر سياستوالو او فعالينو د آلمان له حکومت څخه غوښتنه کړې چي په سمدلاسه توګه په عمومي توګه د مهاجرو د اخراج پروسه ودروي.

د آلمان په پارلمان کي د حزب اختلاف د کيڼ ګوند سياستوالې اولا يېلپکه وويل: «و دريمو هيوادونو ته اخراج او د دبلن انتقال بايد اوس ودرول سي. دا په هغو هيوادونو کي د نيمګړي روغتيايي معيارونو له کبله هم

په داسي حال کي چي زيات شمېر هيوادونو له بهر څخه په ورتلونکو پروازونو بنديز هم لګولی دی، د آلمان حکومت لا په رسمي توګه په عمومي توګه د مهاجرو د اخراج د پروسې د درولو اعلان نه دی کړی.

خو د وېلت نومي ورځپاڼي د آنلاين پاڼي د خبر له مخي د آلمان د هامبورګ ځايي چارواکو پرېکړه کړې ده چي د اپريل تر پای پوري به هيڅ مهاجر اخراج نه کړي. په دې ترڅ کي د کرونا بحران د دليل په توګه ياد سوی دی.

د دبلن نظام سره به څه کيږي؟

دا لا نه ده څرګنده چي ايا اروپايي اتحاديه به د کرونا د بحران له کبله په بشپړه توګه او په ټوله اتحاديه کي د دبلن انتقال ودروي که څنګه. د اروپايي اتحاديې د کميسيون وياندې و انفومايګرنتس/مهاجر نيوز ته وويل: «په دغو غېر عادي حالاتو کي زموږ لومړيتوب د عامه روغتيا ساتنه ده

د دبلن د تړون له مخي پناه غوښتونکی صرف په هغه اروپايي هيواد کي د پناه غوښتنه کولای سي چي د لومړي ځل له پاره يې له لاري اروپا ته راداخل سوی وي. د بېلګي په توګه که يو پناه غوښتونکی لومړی يونان ته داخل سي او بيا وروسته په آلمان کي د پناه غوښتنه وکړي نو يونان د دبلن تړون له مخي مکلف دی چي په ځانګړې موده کي دغه پناه غوښتونکی بېرته له آلمان څخه ومني.

آلمان په ۲۰۱۹ کال ۸۴۲۳ کسان د دبلن پروسې په ترڅ کي نورو اروپايي هيوادونو ته ولېږل.

 

نورې ليکنې