آرشيف انځور: په آلمان کي د مهاجرو يو کمپ
آرشيف انځور: په آلمان کي د مهاجرو يو کمپ

د آلمان په مهاجر کمپونو کي اوسېدونکي يو شمېر مهاجر په کرونا ويروس اخته سوي دي. د تماس نه نېونې او فاصله نيولو سخت وړانديز سوي شرايط په دغو ډکو کمپونو کي عملي کول سخت کار دی.

د آلمان حکومت په ټول هيواد کي پر ټولنيز راشه درشه او غونډو سخت بنديزونه او محدوديتونه لګولي تر څو د کرونا ويروس د لا خپراوي مخه ونيوله سي. په مهاجر کمپونو کي هم د کرونا ويروس سرايت کړی خو په دغو کي د ايالتونو په پرتله شرايط بل ډول دي.

د آلمان د خبري آژانس د راپور له مخي د آلمان په مهاجر کمپونو کي به لاندني نوي اقدامات تر سره سي:

د نوو راتلونکو معاينه

ـ د آلمان په بايرن، برېمن، زاکسن، بادن ويورتمبېرګ او شليسويګ هولشتاين کي و مهاجر کمپ ته راتلونکي د هر نوي مهاجر معاينه کيږي چي کرونا لري که نه

ـ په بريمن کي معاينه سوی کس د معاينې د پايلي تر راتلو قرنطين کيږي.

ـ په بادن ويورتمبېرګ، زاکسن او براندنبورګ کي هغه مهاجر چي د کرونا له پاره معاينه سوي وي، په بيلو ځايونو کي ساتل کيږي. په شليسويګ هولشتاين کي هغه کسان چي علايم لري منزوي کيږي.

ـ په نارد راين ويستفالن ايالت کي په پناه غوښتونکو کي د کرونا علايم لټول کيږي او له هغوی څخه پوښتني کيږي. په دغه ايالت کي له پنځو څخه صرف يو د مهاجرو د منلو مرکز نوي مهاجر مني. څلورو نورو د دوو اونيو له پاره دغه پروسه درولې ده.

ـ په کوز زاکسن کي نوي رسېدونکي مهاجر معاينه کيږي. صرف د هغو کسانو وينه تيست کيږي چي علايم يې د کرونا وي او يا د مهاجرت د ځانګړي لاري څخه تير سوي وي.

ـ تيورينګن د مهاجرو معاينه کوي چي ايا د کرونا لومړي علايم لري که نه.

په
مهاجر کمپونو کي د کرونا پيښي

د مارچ په ۲۳مه نېټه د آلمان خبري آژانس د آلمان په مهاجر کمپونو کي د پناه غوښتونکو تر منځ د کرونا د پيښو په تړاو داسي معلومات ورکړي ول: 

ـ په برلين کي د پناه غوښتونکو تر منځ د کرونا ۴ مثبت پيښي ثبت سوي. د يو مهاجر کمپ د عملې غړی هم په کرونا اخته سوی.

ـ په بايرن کي له ۱۹۰۰ پناه غوښتونکو څخه ۱۰ پناه غوښتونکي په کرونا اخته سوي.

ـ په زاکسن او شليسويګ هولشتاين کي دوه دوه پيښي ثبت سوي.

ـ په بادن ويورتمبېرګ کي ۸ پيښي ثبت سوي.

ـ په هيسن او تيورينګن کي يوه يوه د کرونا پېښه ثبت سوې.

ـ په برېمن، نارد راين وېستفالن او کوز زاکسن کي په مهاجرو کي د کرونا پېښي نه دي ثبت سوي.

د منزوي کولو اقدامات

هغه پناه غوښتونکي چي په کرونا اخته سوي وي يا ورباندي د کرونا د اخته کېدو شک وي، هغوی په جلا ځايونو کي ساتل کيږي. دا د هغو معلوماتو له مخي چي د آلمان د ټولو ايالتونو له خوا د آلمان خبري آژانس ته رسيدلي دي.

د محدوديتونو اقدامات

د پناه غوښتونکو او مهاجرو په کمپونو کي نوي او د کرونا د خپراوي په تناظر کي سخت اصول او اقدامات معرفي سوي دي. دغه اقدامات نژدې د آلمان په ټولو مهاجر کمپونو کي قابل عمل دي:

ـ د پاکۍ او نظافت سخت اصول او د کمپونو دننه څو واري پاکي کول.

ـ د نارد راين ويستفالن ايالت وايي چي د ميکروب او ويروس ضد د پاکۍ مراکزی يې چمتو کړي.

ـ برېمن وايي چي له دې وروسته ټولو پناه غوښتونکو ته په زربلخ کي پيچل سوې د غذا برخه ورکوي.

ـ په زيات مهاجر کمپونو کي د ښوونځيو درسونه، د ادغام کورسونه او د ماشومانو د ساتنې ځايونو تړل سوي دي.

ـ زياتو مهاجر کمپونو هغه ځايونه او ودانۍ تړلي دي چي عموما د عامه غونډېدنې له پاره کارول کيږي.

ـ د کمپونو پر ټولو اوسېدونکو او عملې ږغ سوی دی چي خپل تر منځ حد اقل د ۱،۵ متر فاصله وساتي. بعضي کمپونو په دې ترڅ کي پر فرش د فاصلې نخښي هم لګولي دي.

ـ بعضو کمپونو د غذا ترلاسه کولو پر وخت د ازدحام د مخنيوي له پاره په څو ټپاله کي د غذا د تقسيم کار پېل کړی دی.

په بيلو ژبو معلومات

ـ د آلمان په ټولو مهاجر کمپونو کي د کرونا او ورڅخه د ځان ساتنې په تړاو معلومات د پوسترونو او شبنامو په شکل خپاره کړل سوي دي.

ـ مهاجر کمپونه کوښښ کوي چي د کرونا په تړاو معلوماتي پاڼي په بيلو پاڼو چمتو کړي.

ـ د مهاجرو له پاره د برلين دفتر په بيلو ژبو په ږغيزه توګه اړونده معلومات پر انټرنټ خپاره کړي چي پر دغه لينک موندل کيدلای سي.

ـ د مهاجرو له پاره د برلين دفتر وايي چي پر فيسبوک او وتس اپ يې بېل ګروپونه هم جوړ کړي چي له لاري يې مهاجرو ته د انګريزي په شمول په ۱۱ ژبو معلومات ورکول کيږي.

ـ د رابرت کوخ انستيتيوت هره ورځ د کويد ۱۹ کرونا په هکله معلوماتي راپور خپروي چي پکښي په آلمان کي د وضعيت او اقداماتو په تړاو معلومات وړاندي سوي وي.

د يادولو وړ ده چي په دغه مطلب کي صرف د هغو ايالتونو معلومات راغلي چي د آلمان خبري آژانس ته يې اړونده معلومات ورکړي. وړاندي سوي معلومات د ټول آلمان له پاره صدق نه کوي.

بعضي مرستندويه کارونه درول سوي

د مهاجر کمپونو دننه د يادو اقداماتو تر څنګ د مهاجر کمپونو څخه دباندي د مهاجرو سره تړلي بعضي کارونه هم محدوده سوي دي. په دې ترڅ کي د غير دولتي سازمانونو او رضاکارانو مرستي او د مهاجرو مراقبتي فعاليتونه يا خو درول سوي او يا محدوده کړل سوي دي.

زيات
سازمانونه مجبوره سوي چي له دې کبله د خپلو کارکوونکو شمېر راکم کړي ځکه چي د ژبي کورسونه متوقف کړل سوي دي. دا چي و بعضو مهاجر کمپونو ته بېله د اوسېدونکو مهاجرو څخه بل څوک د داخلې اجازه نه لري، نو يو شمېر رضاکاران او مشاورين نور خپل کارونه پر مخ نه سي بيولای. په دې تړاو داسي اندېښنې هم سته چي مهاجر اړينو امکاناتو ته په لاسرسي کي محدوده سوي دي.

 

نورې ليکنې