کډوال د ادېرنې اډې په چمن کې. کرېډېت: مهدي شبیل
کډوال د ادېرنې اډې په چمن کې. کرېډېت: مهدي شبیل

د ترکیې د کورنیو چارو وزارت تېره جمعه وویل چې ترکي چارواکو د کورونا ویروس د خپرېدو د مخنیوي لپاره له یونان سره سرحدي سیمې څخه په زرګونو هغه کډوال ایستلي چې غوښتل یې اروپا ته ځانونه ورسوي.

تېره فبروري میاشت په زرګونو کډوال له هغې وروسته د ترکیې او یونان ګډه پوله کې راټول شول چې د ترکیې ولسمشر اعلان وکړ هیواد یې نور اروپا ته د تلونکو مهاجرو مخه نه نیسي.

تر دې دمخه د یونان سرحدي پولیسو او کډوالو ترمنځ شخړې او تاوتریخجنې پېښې رامنځ ته شوې وې.

د ترکیې د کورنیو چارو وزیر سلیمان سویلو ان تي وي خصوصي شبکې ته وویل چې د شپې له خوا ادېرنې ولایت مرکزي سیمې څخه نږدې ۵۸۰۰ مهاجر ایستل شوي او ۹ نورو ولایتونو کې د مهاجرو مرکزونو ته استول شوي دي.

خو نوموړي خبرداری ورکړ چې دا د ترکیې په پالیسۍ کې کوم بدلون نه دی او د کورونا ویروس په ختمېدو سره کډوال بېرته پولې ته تللی شي.

نوموړي زیاته کړه: «کله چې دا وبا ختمه شوه موږ د تلونکو کسانو مخه نه نیسو.»

له دې وړاندې دولتي اژانس اندالو وویلي وو چې سرحدي سیمې ته نږدې په یو کمپ کې مېشت کډوال د سرویسونو په وسیله د حکومت مېلمستونون ته انتقال او قرنطین شوي دي. یاد اژانس زیاته کړې چې دوی د قرنطین په ختم سره د ترکیې نورو سیمو ته استول کېږي.

ترکیه وایي چې دغه هیواد کې کورونا د ناروغۍ له کبله تر اوسه ۷۵ کسان وژل شوي او ۳۶۲۹ کسان په دغه ویروس اخته شوي دي. خو دا معلومه نه ده چې ایا د اخته کسانو په ډله کې مهاجر هم دي که نه.

«جګړه ادامه لري»

بل پلو یونان د دغه حالت هرکلی کړی او زیاته کړې چې دا د ترکیې او د اروپا لپاره مهمه خبره ده.

د یونان لومړي وزیر کیریاکوس میتسوتاکیس چې په یوه ویډیویي کنفرانس کې له وزیرانو سره خبرې کولې وویل، یوناني چارواکو تایید کړی چې هغه موقت کمپ چې جوړ شوی و له منځه تللی او هغه کسان چې په اوروس پوله کې ول له دغه ځای څخه تللي دي.

د میتسوتاکیس په یوه خبرپاڼه کې راغلي: «داسې معلومېږي چې یو فصل پای ته رسېږي، خو له شک پرته دا جګړه ادامه لري.»

 

نورې ليکنې