له ایرانه ستنېدونکي کډوال په هرات کې. کرېډېټ: پدرام قاضي زاده
له ایرانه ستنېدونکي کډوال په هرات کې. کرېډېټ: پدرام قاضي زاده

ایران کې د افغانستان سفارت چارواکي وایي چې دغه هیواد کې لږترلږه ۵۰ افغان مهاجر د کورونا ویروس ناروغۍ له کبله مړه شوي دي. دا په داسې حال کې چې په تېرو څو اونیو کې له ایرانه افغانستان ته د ستنېدونکو افغان مهاجرو په شمېر کې زیاتوالی راغلی.

د بي بي سي د یو رپوټ په حواله تهران کې د افغانستان سفارت د کډوالو چارو مسول ابراهیم حجازي تېره یکشنبه د مارچ ۲۹مه وویل، چې ایران کې لږترلږه ۵۰ افغانان د کورونا ویروس له امله مړه شوي دي.

د نوموړي په حواله دوی د مړو شمېر د افغان کډوالو د خپلوانو له خولې راټول کړی دی.  

د افغانستان سفارت د کډوالو چارو مسول بي بي سي ته ویلي چې د افغان چارواکو د غوښتنو سربېره ایراني چارواکي د کورونا ویروس له کبله د مړو شمېرې نه ورکوي.

ایران کې په سلهاوو زرو افغان کډوال ژوند کوي چې ډېری یې د ایران اقامې هم نه لري.

دغه هیواد کې د کرونا مثبتو پېښو تر ډېرېدو وروسته (نن دوشنبه، ۴۱ زره ۴۹۵ پېښې) روغتیایي اسانتیاوو ته د مهاجرو د نه لاسرسي په اړه هم اندېښنې زیاتې شوې دي.

په تېرو څو اونیو کې داسې رپوټونه خپاره شوي چې ګواکې افغان کډوال په ایراني روغتونونو کې نه منل کېږي، خو ایراني چارواکو دغه خبره رد کړې.

تهران کې د افغانستان سفارت د کډوالو چارو مسول له مخې بې سنده مهاجر بیمې ته د لاسرسي نه لرلو له کبله له وړیا ټسټ او درملنې څخه ګټه اخیستلی نه شي.

بل پلو افغان چارواکي وایي چې یوازې په مارچ میاشت کې په لسګونو زره افغان مهاجر بېرته افغانستان ته ستانه شوي.

د لا زیاتو معلوماتو لپاره: افغانستان: د کورونا ویروس لومړنی قرباني له ایرانه افغانستان ته ستون شوی و؟ 
 

نورې ليکنې