کډوال د فرانسې په کالې ښار کې. کرېډېټ: مهدي شبیل، ۲۰۱۹
کډوال د فرانسې په کالې ښار کې. کرېډېټ: مهدي شبیل، ۲۰۱۹

ټاکل شوې چې د روانې اونۍ په پای کې د فرانسې شمالي کالې ښار په کمپونو کې د کورونا ویروس د خپرېدو د مخنیوي لپاره د مهاجرو د سرپناه ورکولو عملیات پیل شي. خو کالې کې مېشت کډوال وایي وېره لري چې د سرپناه ورکولو عملیاتو په پایله کې لېرو پرتو سیمو ته انتقال شي. دوی غواړي چې د مانش کانال له لارې ځانونه برتانیا ته ورسوي.

برتانوۍ ورځپاڼې ګارډین د یو ۱۶ کلن سودانی کډوال له قوله لیکلي: «موږ نه پوهېږو چې په مرکزونو کې به مو حالت څنګه وي. خو زه [له مرکزونو څخه] تښتم او په لاریو کې ځان برتانیا ته رسوم.» د دغه سودانی مهاجر په شان زیات شمېر کالې مېشتي کسان د سرپناه ورکولو عملیاتو څخه وېره لري.

فرانسوي چارواکو ویلي چې د کورونا ویروس د خپرېدو د مخنیوي لپاره به دوی کالې کې مهاجرو ته سرپناه برابروي.

سازمانونو ته د پا – دو – کالې قومندانۍ له خوا د رسېدلو معلوماتو له مخې ټاکل شوې چې دغه عملیات د روانې اونۍ په پای کې پیل شي. یادې ټولنې کډوال نیوز ته وایي چې دا عملیات به څو ورځې دوام وکړي او «په داوطلبانه توګه» به ترسره شي.

دوی زیاتوي چې رضاکار کسان لومړی «اس آ اس روغتیا» ته استول کېږي او بیا په سرویسونو سپرېږي، خو  سرویسونو کې به دوی له یو بل سره فاصله ولري. چارواکي بیا دوی د پا – دو – کالې د اوسېدو مرکزونو ته انتقالوي.

د سازمانونو د شمېرو له مخې ټاکل شوې چې ۸۰۰ تر ۱۰۰۰ مهاجر به په دغو عملیاتو کې شامل وي.

ګارډین د سوداني کډوال له قوله زیاتوي: «کمپونو کې موږ له یو بل سره فاصله لرو، خو په مرکزونو کې واټن نیول ممکن نه دي نو هلته به ګواښونه ډېر وي.»

له کالې څخه د کډوالو لرې کول

د یوتوپیا ۵۶ سازمان غړي انتوان نېر وایي: «مهاجر اندېښمن دي. دوی له موږ نه پوښتي: ایا دوی له موږ نه سند غواړي؟ ایا د فرانسې د پرېښودلو حکم او یا توقیف خونو ته د استولو حکم هم ورسره دي؟ کډوالو ته د دوی په مورنیو ژبو کې معلومات نه دي ورکړل شوي. نو ډېری کسان به سرویسونو کې له سپرېدو څخه ډډه وکړي.»

بله ستونزه: کالې مېشتي مهاجر نه غواړي چې له کالې څخه لرې کړل شي، ځکه چې دوی بریتانیا ته د ورتګ لپاره کالې ته راغلي دي. حال دا چې د اوسېدو مرکزونه د پا – دو – کالې په نورو سیمو کې موقعیت لري.

بل پلو د اوبرژ دو میګران سازمان مرستیال فرانسوا ګېنو وایي: «هغه کسان چې کومه بله حل لاره نه لري، دوی ښایي مرکزونو ته لاړ شي.» خو هغه زیاتوي چې ډېری کسان به مرکزونو ته له ورتګ څخه ډډه وکړي. «موږ نه پوهېږو چې ایا دوی په مرکزونو کې بند پاتې کېږي که نه. مهاجر هم نه پوهېږي چې ایا دوی بېرته ځانونه کالې ته رسولی شي که نه. ځکه چې اوس په سړکونو کې سرتېري ګزمه کوي او رېل ګاډي کم دي.»

برتانیا ته د ورتګ هڅې ادامه لري

ډېری مهاجر هیله لري چې کالې ته بېرته ورشي. د کورونا ویروس سربېره نن سبا زیات شمېر کسان هڅه کوي چې د مانش کانال له لارې ځانونه برتانیا ته ورسوي. تېره اونۍ په یوه ورځ کې ۱۱۰ مهاجر د برتانیا او فرانسوي چارواکو له خوا په مانش کې ونیول شول. انتوان نېر په دې هکله وایي: «فکر نه کوم چې دا ویروس پر روان وضعیت کوم اغېز ولري. کډوال هره ورځ برتانیا ته د ورتګ لپاره هڅه کوي.»

د سوداني کډوال په حواله هغه د ویروس په اړه نه بلکې د «ژوندي پاتې کېدو» په هکله اندېښنه لري.  

انتوان نېر زیاتوي: «دوی پوهېږي چې دا ویروس خطرناک دی، خو د مخنیوي لپاره یې کومه لاره نه لري.» نوموړی کمپونو کې خراب وضعیت ته اشاره کوي او وایي چې په ځینو حالاتو کې ان څو تنه مهاجر تر یوې خیمې لاندې ژوند کوي.

زیاتو سازمانونو خپل فعالیتونه درولي

انتوان نېر دا هم وایي: «کډوالو ته باید په سمه طریقه د کورونا ویروس د ګواښ په اړه معلومات ورکړل شي. دوی ته باید وویل شي چې په داسې یو حالت کې ځان له نورو څخه لرې وساتي. دوی له موږ نه پوښتي چې ولې ځینې اسانتیاوې لکه شاورونه تړل شوي دي.»

د کورونا ویروس د مخنیوي لپاره د لګېدلو بندیزونو له مخې کالې کې ځینو سازمانونو خپل فعالیتونه درولي دي. خو هغه سازمانونه چې تر اوسه په کالې کې فعالیت کوي دوی هم باید د کډوالو په کمپونو کې خپل فعالیتونه کم کړي.

د یوتوپیا ۵۶ سازمان په حواله له څه مودې راهیسې د هوت سړک کمپ ته نږدې د لا وي اکتیو سازمان په مرکز کې برېښنا پرې شوې ترڅو دغه سیمه کې د کډوالو د راغونډېدو مخه ونیول شي. کډوال به نور دغه مرکز کې خپل تېلېفونونه چارجولی نه شي.  مانا یې دا چې د تېلېفون د نه لرلو په صورت کې دوی د وضعیت په اړه تازه معلومات نه شي ترلاسه کولی او یا کورونا ویروس ته د اخته کېدو په صورت کې ۱۱۵ ته زنګ نه شي وهلی.

انتوان نېر وايي: «موږ له ګڼو کسانو، او په ځانګړې توګه له کم سنه مهاجرو سره، خپلې اړېکې له لاسه ورکړې.»

 

نورې ليکنې