کرېډېټ: سي ای سازمان ټویټر پاڼه
کرېډېټ: سي ای سازمان ټویټر پاڼه

المانی سازمان سي ای مدیترانه کې د کډوالو د ژغورنې عملیاتونو د بیا پیلولو اعلان کړی دی. الان کردي کښتۍ، چې د سي ای له خوا اداره کېږي، له ۸ اونیو راهیسې د اسپانیا په یو بندر کې درېدلې وه.

سي ای سازمان پرون دوشنبه د مارچ ۳۰مه اعلان وکړ چې د الان کردي په نامه ژغورونکې کښتۍ مدیترانه کې د کډوالو د ژغورنې عملیاتونه بیا پیلوي. د دغه سازمان له مخې ۲۰۲۰ کال کې ۶۰ تنه په رضاکارانه توګه یاده کښتۍ کې فعالیت کوي.

د سي ای سازمان په سایټ کې راغلي چې اسپانوي چارواکو تېره ورځ هغوی ته د سفر اجازه ورکړه.

سایټ کې زیاته شوې چې د المانۍ کپتانه باربل بوز او د نوي ماموریت اتریشي مشر ستېفن شوتس کارکوونکي نړیوالو اوبو ته رسېدلي دي.

تمه ده چې یاده کښتۍ د روانې اونۍ په پای کې د لیبیا د ژغورنې او لټون زون ته ورسېږي.

د الان کردي کپتانې باربل بوز ویلي: «د ستونزو سربېره مو کارکوونکي حاضر شول، تیاری یې ونیوه او اوس د عملیاتو ترسره کولو ته چمتو دي. موږ څنګه بندر کې پاتې کېدی شو په داسې حال کې چې [مدیترانه کې] ژغورونکې کښتۍ نشته. د انسانانو په توګه موږ باید د خلکو د ځان د ژغورنې لپاره خپله دنده ترسره کړو.»

دا دویم ځل دی چې اغلې باربل بوز د الان کردي د ژغورنې ماموریت ترسره کوي.

د کورونا ویروس د مخنیوي لپاره تدابیر

بل پلو سي ای سازمان ویلي چې د کورونا ویروس د مخنیوي لپاره سخت تدابیر نیولي دي.

د الان کردي د ماموریت مشر یان رېبک وایي: «ټولې جرمنۍ کښتۍ د خوندیتوب شرایط مراعاتوي. موږ د خپلو کارکوونکو د ساتنې لپاره کافي تجهیزات لرو.»

الان کردي د تېرې جنورۍ په ۲۵مه د لیبیا له ساحلي اوبو څخه د ۸ ښځو او یو ۶ میاشتنی ماشوم په ګډون ۷۷ کسان ژغورلي او مالتا کې یې ښکته کړي وو. د دغه ماموریت تر ختمېدو وروسته یاده کښتۍ د تخنیکي مسلو لپاره د اسپانیا په لور روانه شوه .

 

نورې ليکنې