بلوچ خبریال ساجد حسین. انځور: له فېسبوک څخه
بلوچ خبریال ساجد حسین. انځور: له فېسبوک څخه

پاکستانی خبريال ساجد حسین سويډن کې لادرکه شوی دی. پاکستان کې د ساجد حسین کورنۍ، ملګري او د خبريالانو ټولنې د هغه د خونديتوب په اړه ادېښمن دي.

د ساجد حسېن د کورنۍ ترمخه هغه د روانې مياشتې له دویمې نېټې راهیسې د سويډن د اپساله ښار څخه لا درکه شوی دی. هغه د ياد ښار د يوې ځايي پوهنتون څخه د ماسټر ډګرۍ زدکړې کولې.

د ۲۰۰۸م څخه تر ۲۰۱۲م پورې ساجد حسیند پاکستان کراچۍ ښار کې اول د ډيلي ټايمز او ورپسې دي نيوز نومې ورځپاڼو سره د خبريال په توګه کار کړی دی. ساجد حسین په کال ۲۰۱۲م خپل ژوند ته د خطر له کبله عمان ته وتښتېد او درې کاله پس هغه سویډن ته منتقل شو. 

پروسږکال د سويډن دولت د هغه د پناه غوښتنه ومنله.

ساجد حسېن د زدکړو سره خپل ژورنالیستي فعالیت ته دوام ورکړ او د بلوچستان ټایمز نومې آنلاین ورځپاڼې ایډیټري یې هم کوله. 

د بلوچستان ټايمز د يو راپور ترمخه ساجد حسېن د مارچ په دويمه نېټه بېدرکه شو او په بله ورځ د سويډني پوليسو سره د هغه د ورکېدو قضيه ثبت شوه. خو تر دې دمه پوليسو د خپلو پلټنو په حواله د هغه د خاندان يا ملګرو سره هېڅ ډول معلومات نه دي شريک کړي.

پاکستاني خبريالو هم د ساجد حسېن د بې درکه کېدو په هکله د اندېښنو څرګندوني کړې. پاکستان کې د خبريالانو ټولنو د سويډن پر حکومت غږ  کړی چې ژر تر ژره د ساجد حسین لټون وکړي. 

په ټولنيزو رسنيو د ساجد حسین د لټنې لپاره ټرینډز هم جوړ شوي دي. 

 

نورې ليکنې