له ارشیف څخه. کډوال د بروکسل په مکسیملیان پارک کې. کرېډېټ: د شاریانو پلټفورم
له ارشیف څخه. کډوال د بروکسل په مکسیملیان پارک کې. کرېډېټ: د شاریانو پلټفورم

له دوو اونیو راهیسې بلجیم کې مهاجر پلوه سازمانونه هڅه کوي چې سرپناه نه لرونکو مهاجرو ته د کورونا ویروس څخه د خوندي ساتلو لپاره د اوسېدو ځایونه برابر کړي. دوی وایي چې د دغو کسانو حقونه تر پښو لاندې شوي دي.

د کورونا ویروس کړکېچ پر مهال بلجیم کې د کډوالو برخلیک د مهاجر پلوه سازمانونو اندېښنې راپارولې دي. د بلجیمي سازمان سیرې مشره سوتیتا نګو کډوال نیوز ته وایي: «سازمانونه هڅه کوي د هغو سیاسي دلایلو په اړه معلومات ترلاسه کړي چې د مهاجرو د اوسني وضعیت لامل شوي دي.»

دغه راز د بلجیم د ښاریانو پلټفورم وایي چې دولت کډوالو ته پام نه دی کړی. د یاد پلټفورم ویاند مهدي کوسوو زیاتوي: «د مهاجرو د خوندي ساتلو لپاره اقدام نه دی شوی. د کورونا ویروس له پیله راهیسې مګي دو بلوک (د بلجیم د ټولنیزو چارو، عامه روغتیا، او د پناه غوښتنې او کډوالۍ وزیر) د پناه غوښتونکو په اړه څه نه دي ویلي.»

پناه غوښتنه نور ممکنه نه ده

سازمانونه د بروکسل له خوا لګول شوي بندیزونه «د شرم وړ» بولي. د قرنطین په لومړۍ ورځ کې (د مارچ ۱۸مه) بلجیمي چارواکو د بهرنیانو اداره وتړله چې د پناه غوښتنې د راجسټرولو دنده یې درلوده. اوس بلجیم کې تازه رسېدلي مهاجر د پناه غوښتنه نه شي کولی.

همدارنګه دغه هیواد ته نوي رسېدلي مهاجر د دولت د ملي هرکلي له خدماتو (د اوسېدو ځای، روغتیایي امکانات او مالي مرستې) څخه هم ګټه اخیستلی نه شي. د همدې کبله ډېری کسان په سړکونو کې ژوند کوي.

بله ستونزه: د اقامې سندونه نه تمدېدېږي. ځینو نورو اروپایي هیوادونو لکه فرانسې د درېو میاشتو لپاره د اقامې سندونو د تمدیدولو اعلان کړی. خو بلجیم وایي چې کډوال باید د مېل له لارې د خپلو سندونو د تمدید غوښتنه وکړي.

تړلي مرکزونه

سازمانونو دغه راز د تړلو مرکزونو – اداري توقیف خونو – په اړه اندېښنې ښودلې دي. دغو مرکزونو کې لا هم اخراجېدونکي کډوال ژوند کوي. آغلې سوتیتا نګو وایي: «هلته هغه بهرنیان اوسېږي چې له زندانه خوشي شوي دي. پاتې برخه یې هغه کسان دي چې باید د ۳۰ میاشتو په موده کې له بلجیم څخه ووځي. خو دا ناممکنه ده ځکه چې اوس ټولې پولې تړلې دي.»

نوموړې زیاتوي چې سازمانونه نور حق نه لري چې له دغو مرکزونو څخه کتنه وکړي.

د آغلې نګو په حواله له تړلو مرکزونو څخه خوشي شوي کډوال د اوسېدو ځای نه لري، نو ځکه دوی د بروکسل ماکسیملیان پارک کې راټول شوي دي.

سازمانونو شاوخوا ۱۰۰۰ مهاجرو ته سرپناه برابره کړې

بلجیم کې سازمانونه هڅه کوي چې مهاجرو ته سرپناوې برابرې کړي. د ښاریانو پلټفورم، چې سرپناه نه لرونکو کډوالو سره مرسته کوي، وایي چې د دې سازمان د هرکلي ظرفیت دوه چند شوی.

د ښاریان پلټفورم (پورت دولیس) اوس د ۲۴ ساعتونو لپاره پرانیستی دی او ۳۰۵ مهاجرو ته پکې ځای ورکړل شوی دی. مهدي کوسوو وایي: «لیلیو کې د کورونا ویروس د مخنیوي لپاره ضروري فاصله مراعات شوې. دغه راز هغو کسانو ته ځانګړي ځایونه برابر شوي کوم چې د کورونا ویروس ناروغۍ نښې پکې لیدل کېږي.»

دغه پلټفورم همدارنګه د بلجیم پلازمېنې په هوټلونو کې ۲۰۰ مهاجرو ته سرپناوې برابرې کړې. سیمه کې دغه راز له کاره لوېدلې ودانۍ مهاجرو ته ځانګړې شوې. ټولټال ۲۵۰ کسانو ته د اوسېدو ځای برابر شوی دی.

خو مهدي کوسووو وایي د دغو هڅو سره سره د تېرې دوشنبې په شپه نږدې سل کډوال لا هم د بروکسل په ماکسیملیان پارک کې لیدل کېدل.

 

عملي معلومات

- ماکسمیلیان پارک کې هره ورځ د غرمې او شپې له خوا پر مهاجرو خواړه وېشل کېږي.

- بشردوستانه مرکز (Hub humanitaire) چې په ګر دو نور کې موقعیت لري پرانیستی دی.

 

نورې ليکنې