له ارشیف څخه: کډوالې مېرمنې د یونان په لېسبوس ټاپو کې. کرېډېټ: رویترز
له ارشیف څخه: کډوالې مېرمنې د یونان په لېسبوس ټاپو کې. کرېډېټ: رویترز

نن پنجشنبه د مارچ ۲مه د یونان د کډوالو چارو وزارت وویل چې ریتسونا کمپ یې قرنطین کړی. د دغه کمپ د ۲۰ اوسېدونکو د کورونا ویروس ازموینې مثبتې راغلې دي.

د ریتسونا کمپ د ۶۳ اوسېدونکو د کورونا ویروس ازموینه له هغې وروسته ترسره شوه چې تېره سه شنبه د دغه پنډغالي یوې ۱۹ کلنې اوسېدونکې د اټن په یو روغتون کې د خپل ماشوم تر زېږولو وروسته د کورونا ویروس مثبته ازموینه وکړه.

د کډوالو چارو وزارت په خبرپاڼه کې راغلي چې دغو ۲۰ کسانو کې د کورونا ویروس ناروغۍ نښې نه لیدل کېږي. چارواکو دغه راز زیاته کړې چې د کمپ کارکوونکي پر ویروس اخته شوي نه دي.

ټاکل شوې چې کمپ کې به نورې ازموینې هم ترسره شي.

د ییونان د کډوالو چارو وزارت په حواله د ریتسونا کمپ اوسېدونکي به د ۱۴ ورځو لپاره له کمپ نه د وتلو اجازه و نه لري. دغه راز څوک کمپ ته ننوتلی نه شي.

خبرپاڼه کې دا هم راغلي چې چارواکي د کمپ اوسېدونکو ته خواړه ور رسوي او کمپ ته روغتیایي کارکوونکي هم استوي.

یوناني پولیس به د لګولو شویو تدابیرو د عملي کولو دنده په غاړه ولري.

د روانې اونۍ په پیل کې یوناني چارواکو ویلي وو چې په کورونا ویروس د اخته شوې ښځې د ناروغۍ سرچینې په اړه پلټنې کوي.

تر دې دمخه چارواکو د مهاجرو پر کمپونو محدودیتونه لګولي وو. یادو کمپونو کې نږدې ۴۰۰۰۰ کډوال په سختو شرایطو کې اوسېږي. 

یونان کې تر اوسه پورې د کورونا ویروس ۱۴۱۵ مثبتې پېښې ثبت شوې او ۵۰ کسان له دې ویروسه مړه شوي دي.

 

نورې ليکنې