د رپوټونو په حواله پرون چهارشنبه د یونان یوې قضایې سرچینې وویل چې د دغه هیواد سترې اداري محکمې د دوو افغان مېرمنو د اخراج مخه نیولې ده. ټاکل شوې وه چې دغه کسان د پناه غوښتنې پروسې د ځنډولو پرېکړې له مخې له یونانه وشړل شي.
د یونان دولت شورا، یا دغه هیواد د سترې ادارې محکمې، له مخې یادې مېرمنې «زیانمنونکې» دي او ماشومان هم لري.
د یونان د مهاجرو شورا، چې د مهاجرو د بشري حقونو د دفاع کولو دنده لري، تېره اونۍ د دغو ښځو د قضیې په هکله په دولت شورا کې د استیناف غوښتنه کړې وه.
یادې شورا په یوه خبرپاڼه کې د دغې پرېکړې هرکلی کړی او زیاته یې کړې چې «یوناني ادارو باید د کډوالو د [حقونو] د ساتنې په برخه کې نړیوالو او اروپایي قوانینو ته پام وکړي.»
تر دې دمخه د یونان د مهاجرو شورا او ځینو نورو سازمانونو لکه د بخښنې نړیوالې ادارې یونان کې د پناه غوښتنې پروسې د ځنډولو پرېکړه غندلې وه.
تېره فبروري میاشت د ترکیې د پولو تر پرانیستل کېدو وروسته یوناني چارواکو پرېکړه وکړه چې د مارچ له لومړۍ نېټې دغه هیواد کې د نویو پناه غوښتنو د راجسټرولو بهیر ځنډوي.
دا په داسې حال کې چې هغه مهال په زرګونو مهاجرو د یونان او ترکیې ترمنځ کاستانیس سرحدي سیمه کې راټول شوي وو او یونان ته یې د ننوتلو هڅې کولې.
خو د رسنیو او سازمانونو په حواله یوناني پولیسو د مهاجرو پر وړاندې د اوښکې بهوونکي ګاز په کارولو سره یونان ته د هغوی د داخلېدو مخه ونیوله.
د پناه غوښتنو د ځنډولو پرېکړې له مخې یونان خپلې خاورې ته د داخل شويو کسانو د «په شا تمبولو» حق هم لري.
د فرانسې خبري اژانس د یونان د کډوالو چارو وزارت د یوې سرچینې له قوله رپوټ ورکړی چې د یونان حکومت غواړي پولو کې د «غیرعادي» وضعیت او دغه راز د کورونا ویروس د کړکېچ له کبله خپله پرېکړه تمدید کړي.
په همدې حال کې د بشري حقونو څار سازمان وایي چې نن سبا نږدې ۲۰۰۰ پناه غوښتونکي، چې په ډله کې یې ماشوم لرونکې کورنۍ هم دي، د یونان په ډکو او چټلو کمپونو کې بند پاتې دي.