اوبرویلیې کمپ کې د کډوالو خیمې. کرېډېټ: کډوال نیوز
اوبرویلیې کمپ کې د کډوالو خیمې. کرېډېټ: کډوال نیوز

که څه هم یوه اونۍ مخکې د پاریس شمالي سیمې کمپونو کې د کډوالو د سرپناه ورکولو عملیات ترسره شول، خو لا هم زیات شمېر مهاجر په سړکونو کې شپه سبا کوي. بل خوا د سن – سن – دني قومنداني وایي چې نږدې لس کسان پخپله خوښه د دولت له خوا برابر شویو ځایونو څخه تللي.

په تېرو څو ورځو کې د کورونا ویروس د خپرېدو د مخنیوي لپاره د فرانسې په ایل دو فرانس سیمه کې د کډوالو د سرپناه ورکولو عملیات ترسره شول. دغه کسان، چې په ډله کې یې مجرد سړي او کورنۍ هم دي، د دولت له خوا برابر شويو هوټلونو او جمنازیمونو ته انتقال شول. د سن – سن – دني یوې چارواکې ان – کلېر میالو پرون د اپریل لومړۍ نېټه په یوه ویډیویي کنفرانس کې وویل: «په تېرو ۱۵ ورځو کې سن – سن – دني کې تر ۱۲۰۰۰ ډېرو کسانو ته سرپناوې برابرې شوې چې ۱۰۰۰ تنه یې په هوټلونو کې اوسېږي.»

دا په داسې حال کې چې د پاریس په شمالي سیمه کې لا هم د کډوالو خیمې لیدل کېږي. 

د آغلې ان – کلېر میالو په حواله: «په تېرو څو ورځو کې ۴۵ داسې کسانو ته سرپناوې برابرې شوې چې په کمپونو او یا د منتروی په عامه پارکونو کې اوسېدل.»

نوموړې زیاتوي چې سیمه کې پاتو کسانو ته اوبه او خواړه ورکول کېږی. «د الترالیا په نامه سازمان د ځوانو کارګرو څخه غوښتنه کړې چې د خوړو د وېشلو په برخه کې ونډه واخلي.»

«پورت دوبرویلیې کې لا هم ۱۰۰ تر ۲۰۰ مهاجر ژوند کوي»

بل پلو یوتوپیا ۵۶ سازمان غړي فلوران بوایې وایي چې د سرپناه ورکولو عملیاتو سربېره لا هم ګڼ شمېر کسان په سړکونو کې شپه سبا کوي. د دغه سازمان د شمېرو له مخې پورت دوبرویلیې سیمه کې د پاتو کسانو شمېر ۱۰۰ تر ۲۰۰ کسانو ته رسېږي.

د یوتوپیا ۵۶ یوه بله غړې ژولي لاواسیر وایي چې دغه کسان د سیمو په مختلفو برخو کې دي او له ویروس څخه د ځان خوندي ساتلو هڅه کوي. د نوموړې په حواله د کمپ د تخلیې په ورځ کې دغه کسان کمپ کې حاضر نه ول او له عملیاتو نه وروسته سیمې ته رسېدلي.

دا په داسې حال کې ده چې له دغو عملیاتو یوه ورځ وروسته یو لیبیایی مهاجر کډوال نیوز ته وویل چې د ټاکل شوي هوټل پرسونل د ده له منلو ډډه کړې.

نوموړی وایي چې له مجبورۍ بېرته سن – دني کانال ته تللی دی.

بل پلو آغلې ژولي مني چې په تېرو څو ورځو کې ګڼو مهاجرو ویلي چې بېرته سړکونو ته لېږدول شوي دي.

د لا زیاتو معلوماتو لپاره: فرانسوي چارواکي وایي مهاجرو ته سرپناه برابروي 

«لس کسان پخپله خوښه د دولت له خوا برابر شویو ځایونو څخه تللي»

په همدې حال کې د سن – سن – دني قومنداني وایي چې نږدې لسو کسانو پخپله خوښه د دولت له خوا برابر شوي ځایونه – هوټلونه او جمنازیمونه – پرېښودلي دي.

د آغلې ان – کلېر میالوت په خبره: د نیول شویو تدابیر سره سره «ځینې کسان غواړي چې له نورو سره یو ځای شي.»

دا په داسې حال کې چې ځینو مهاجرو کډوال نیوز ته ویلي چې جمنازیمونه چټل دي او د کورونا ویروس د خپرېدو امکان پکې ډېر دی. سنېګالی کډوال بینېتا دیالو وایي: «زه نه غواړم چې بېرته سړک ته لاړ شم، خو دلته  هم ډېر خلک دي. غواړم چې دوی ما ته په یو هوټل کې ځای راکړي.»

 

نورې ليکنې