په زيات د تر اندازې زياتو ډکو مهاجر کمپونو اوسېدونکي له کرونا په اندېښنه کي دي
په زيات د تر اندازې زياتو ډکو مهاجر کمپونو اوسېدونکي له کرونا په اندېښنه کي دي

د کرونا ويروس سره د مبارزې په خاطر په زياتو اروپايي هيوادونو کي پر بهر وتلو بنديزونه يا محدوديتونه لګول سوي دي. پر پناه غوښتونکو يې اغېزه څه دی؟ په هکله د هغوی نظر ولولئ:

د مهاجر نيوز / انفو مايګرنتس له خوا پر فيسبوک پناه غوښتونکي وپوښتل سول چی په ايټاليا، آلمان او نورو اروپايي هيوادونو کي د قرنطېن او نورو پر بهر وتلو محدوديتونه څومره اغېزمن کړي او په هکله يې څه نظر دی؟ د دغې پوښتني په هکله موږ ته له لاندنيو اروپايي هيوادونو څخه پناه غوښتونکو خپل نظرونه رالېږلي دي.

ايټاليا

لکي اې د ايټاليې په لاڅيو سيمه کي يو پناه غوښتونکی دی. هغه وايي چي د قرنطېن له کبله «بد او سخت اغېزمن» سوی دی. په وينا يې غذا تر ټولو له لويو اندېښنو څخه يوه ده. هغه وايي چي يوازي اوسيږي او د غذا رانيولو له پاره پيسې نه لري. هغه زياته کړې: «دمګړی موږ دباندي د سوال کولو / فقر کولو له پاره نه سو وتلای... ځکه چي حکومت پر وتلو بنديز لګولی دیلکي اې وايي چي دمګړی داسي احساس کوي چي هيڅوک يې په کيسه کي نه دی او نه يې غم خوري.

 په ايټاليا کي نورو مهاجرو هم ويلي چي له کور څخه د نه وتلو پايله ورته دا ده چي غذا نه لري.

د کار نه کول معنی د غذا نشته والی

باب کې د اېټاليې په فلورېنس کي يو مهاجر دی او وايي چي د کرونا له کبله بنديزونه د هغه بنيادونه د ګواښ سره مخامخ کړي دي. هغه وايي: «زما ګذران د کرونا د وبا له کبله په رشتيا ډېر سخت سوی دی. د قرنطېن مخکي ما کار کاوه خو بېله کوم قرارداد څخه. زه د ورځي له حسابه کار کوم او د کور له پاره بايد هره اونۍ پيسې ورکړمهغه زياتوي چي دمګړی هيڅ پيسې نه لري چي د راتلونکي مياشتي له پاره د کور مصرف پوره کړي. نوموړی زياتوي چي له ګاونډيانو يې د مرستي هيله کړې ده خو تر اوسه يې کوم جواب نه دی ترلاسه کړی.

د اليو بي په نوم د ګامبيا هيواد مهاجر تبصره کړې: «زه د ناروغۍ له کبله هيڅوک نه پړن کوم خو کله چي دوی خلکو ته وايي چي پر کور پاته سئ، نو بايد هغه خلکو ته هم پام وکړي چي يا خو بې کوره دي او يا بې وزله دي

څوک چا ته مخ واړوي؟

رونالدو بي وايي چي د مهاجرو له پاره د کرونا مخکي هم ژوند په ايټاليا کي سخت ؤ. هغه زياتوي چي مهاجر تر مخه لا  «د نژادي تبعیض، مخکې له مخکې قضاوتونو، غیرانساني کولو او د چارواکو له خوا د شیطاني چلن» د ستونزو سره لاس او ګرېوان ول. هغه زیاتوي چې د غذا د کمښت یوه بله ستونزه وه چې د کرونا له «اوس هر څه لا بد شوي دي. » هغه وایي چې «زموږ د ژوند تر ټولو لویه بدقسمتي دا ده چې د موږ د مخ ته تلو له پار هیڅ ځای نه لرو چېرې چې څوک زموږ خبره واوروي.» د هغه په وینا هیڅوک نه لري چې مخ ورته واړوي. 

کريسټوفر اې وايي چي د کرونا کويد ۱۹ څخه سخت ډاريږي. هغه د کامپانيا سيمي په سالېرنو کې اوسېږي او وایي: «د فبرورۍ په میاشت کې زما پناه غوښتنه د دویم ځل له پاره رده سوه او زه اوس بېکوره یم. د مارچ په پېل کې زه خپل مرکز ته ورغلم ځکه چې د کرونا ویروس د خپرېدو په حال کې و خو زه یې هلته نه پرېښودلم. زه اوس په یوه نابشپړه سوي تعمیر کې بیدېږم او ځان پټوم او پنځلس دقیقې پر پښو تلل کوم چې کمپ ته د خوړلو له پاره ولاړ شم.» 

يونان

په زياته هغه مهاجر کمپونو چي تر اندازې زيات مهاجر پکښي په تنګ ځای کي يوځای اچول سوي دي، د کرونا د خپراوي په صورت کي ډېر د اندېښنې وړ بلل کيږي.

د يونان په ليسبوس ټاپو کي د موريا کمپ د مهاجرو د راتګ له پاره يو مرکزي ځای دی. محمد اې په دغه کمپ کي خپل حالت داسي بيانويدلته ژوند کول ناممکن دی ځکه چي شاوخوا زښت چټل دي. هري خوا ته کثافات او بد بوی دی او موږ نه اوبه او نه برېښنا لرو او نه د بديدو له پاره ځای لروهغه وايي چي په يوه وړه کږدۍ کي پنځه کسان سره يوځای دي. هغه وايي چي حامله داره مېرمني، ماشومان او زاړه کسان ټول يوځای سره اوسيږي. د هغه په وينا «که کرونا ويروس دلته راورسيږي نو ټول شل زره مهاجر به په يوه ورځ په اخته سي ځکه چي ټول يو تشناب کاروي. د يونان حکومت تر اوسه لا د دې له پاره کوم حل نه دی موندلی

«ټول ۲۰ زره مهاجر په یوه ورځ ناروغه کیدای سي» 

د پاکستان سره تړاو لرونکی ابرار اېچ دمګړی د کورينت په مهاجر کمپ کي اوسيږي چي پلازمېني اتن ته نژدی دی. هغه وايي چي دلته مهاجر په دومره تنګ ځای کي يو د بل سره اوسيږي چي د لارښوونو سره سمه په کافي اندازه يو له بل سره فاصله نه سي ساتلای. هغه زياتوي: «موږ په يوه کوچنۍ کوټه کي ۱۵ کسان يوځای اوسيږو. دا ډول ۴۰ خوني نوري سته چي پکښي صفر درجه پاکوالی ستههغه وايي چي دا خطرناکه دی او دا چي د ملګرو ملتونو چارواکي بايد په دې خبر کړل سي.

قيص ايس د صوماليا هيواد دی او واييزه له کويد ۱۹ څخه بيرېږم ځکه چي په يونان کي طبي ډلې د آلمان، امريکا يا ايټاليې په شان تکړه نه دي

سربستان

هارون د افغانستان مهاجر دی او د اوبرانوواچ په ترانزيتي مرکز کي دی. هغه وايي چي چي د کرونا له کبله بنديزونه او محدوديتونو د مهاجرو له پاره هغه اصلي ستونزه نه ده. په وينا يې اصلي ستونزه د غذا کموالی او د نظافت د آسانتياؤ نشتوالی دی. هارون زياتوي چي په داسي ځای کي د ۲۰۰۰ انسانانو سره اوسيږي چي په اصل کي د ۴۰۰ څخه تر ۵۰۰ کسه له پاره دی. هغه وايي چي په دغه مرکز کي مهاجر د لويو ستونزو سره مخامخ دي.

آلمان

عتيق الله وايي چي د آلمان په مهاجر کمپ کي چيري چي دی د خپلې مېرمني او ماشومانو سره يوځای اوسيږي د قرنطېن له کبله سخت اغېزمن سوی دی. په وينا يې ځکه چي هلته ورته نژدې زياتي نوري کورنۍ هم اوسيږي. هغه له چارواکو غوښتنه کوي چي «په مهاجر کمپونو کي مهاجرو ته بايد زياته توجه وکړي

د ناجيريا سره تړاو لرونکی مهاجر اوو وايي چي له چارواکو څخه مايوسه سوی دی ځکه چي د کرونا د بنديزونو باوجوده «خلکو ته د پناه غوښتنې د ردېدلو ليکونه استوي

د کار ممکنه چانس؟

ادېوالې چي د نايجيريا له هيواده دی وايي چي ورته د کار اجازه په ناڅاپه توګه ورکول سوې وايي چي ورته هيله پيدا سوې چي کار به پيدا کړي. دا په داسي حال کي چي د کرونا د مخنيوي په مقصد د آلمان پولې تړل سوي او د هغو بهرنيو کارګرو په وړاندي ستونزي زياتي سوي چي د بلغاريا او نورو ختيځو اروپايي هيوادونو څخه به آلمان ته د ميوو د شکولو په موسم کي د مؤقتي کار له پاره راتلل. د آلمان د ميوو باغداران په عاجله توګه د داسو کارګرو په تلاښ کي دي چي پر وخت د ميوو په شکولو کي کومک وکړي.

فرانسه

په پاريس کي يو پاکستاني مهاجر موږ ته وويل چي په فرانسه کي د مهاجرو د ناڅرګند برخليک له کبله اندېښمن دی. هغه وايي چي هغه مهاجر چي د کار اجازه نه لري هغوی نه کار کولای سي او نه پيسې ګټلای سي او پکښي زيات يې له حکومت څخه هم مرستي نه ترلاسه کوي. د دغه پاکستاني مهاجر په وينا دا چي د مهاجرو سره د کومک کوونکو يو شمېر مرستندويه اتحاديو هم خپل بعضي خدمات درولي دي نو مهاجر د سختو شرايطو سره مخامخ دي. د هغه په وينا یو شمېر مهاجر غذا ته لاسرسی نه لري.

 

نورې ليکنې