له ارشیف څخه: نن چهارشنبه د یونان یوه نظامي کښتۍ تازه رسېدونکو کډوالو ته د ځای ورکولو لپاره د لېسبوس ټاپو میتلېن بندر ته ورسېده. کرېډېت: رویترز، کوستاس بالتاس،  د ۲۰۲۰ د مارچ ۴مه
له ارشیف څخه: نن چهارشنبه د یونان یوه نظامي کښتۍ تازه رسېدونکو کډوالو ته د ځای ورکولو لپاره د لېسبوس ټاپو میتلېن بندر ته ورسېده. کرېډېت: رویترز، کوستاس بالتاس، د ۲۰۲۰ د مارچ ۴مه

د یونان د کډوالو چارو وزیر تېره ورځ وویل چې دغه هیواد کې د نویو رسېدلو مهاجرو د پناه غوښتنو د راجسټرولو لړۍ بیا پیل شوې. د روان کال د فبرورۍ پر ۲۸مه د ترکیې د پولې تر پرانیستل کېدو وروسته د یونان حکومت اعلان کړی و چې د یوې میاشتې لپاره د پناه غوښتنې د راجسټرولو پروسه ځنډوي.

د یونان د کډوالو چارو وزیر نوتیس میتاراچي پرون د اروپایي پارلمان د مدني ازادیو کمېسیون سره د ویډیو کنفرانس له لارې ناسته کې وویل: «دا پرېکړه [د پناه غوښتنو پروسې ځنډول] د اپریل میاشتې له پیله اعتبار نه لري او نورماله پروسه مو بیا پیل کړې.»

نوموړې زیاته کړه: «مارچ میاشت کې مو خپلو پولو کې د غیرعادي وضعیت او دغه راز د ملي امنیت، عامه نظم او عامه روغتیا د ساتنې لپاره د پناه غوښتنې پروسه وځنډوله.»

په کورنیو چارو کې د اروپایي کمېسیون مشرې یلوا یوهانسون د دغې ویډیو کنفرانس پر مهال د اټن د پرېکړې هرکلی وکړ.

نوموړې زیاته کړه: «یونان حکومت ما ته وویل چې هغه کسان چې په مارچ میاشت کې دغه هیواد ته رسېدلي د پناه غوښتنه کولی شي. اوس دا مهمه ده چې موږ د خپلو ارزښتونو او اساسي حقونو درناوی وکړو.»

تر دې دمخه د بشري حقونو ګڼو مدافع بنسټونو لکه د بخښنې نړیوالې ادارې او د بشري حقونو څار سازمان د یونان حکومت دغه پرېکړه غندلې وه. دغه راز د کډوالو په چارو د ملګرو ملتونو ادارې دا پرېکړه د اروپایي او نړیوالو قوانینو له مخې غیرقانوني بللې وه.

د ترکیې د پولو تر پرانیستل کېدو وروسته په زرګونو کډوال د ترکیې او یونان سرحدي سیمه کې راټول شوي ول او غوښتل یې چې اروپایي ټولنې ته داخل شي.

د رسنیو او سازمانونو په حواله اټن د اروپایي ټولنې په ملاتړ د دغو مهاجرو پر وړاندې له اوښکې بهوونکي ګاز څخه کار واخیست او یونان ته یې د هغوی د ننوتلو مخه ونیوله.

د اټن د دې پرېکړې له مخې یوناني چارواکو د مهاجرو د «په شا تمبولو» حق هم درلود. 

راتلونکو ورځو کې کم سنه مهاجر له یونانه ۸ اروپایي هیوادونو ته انتقالېږي

بل خوا آغلې یلوا یوهانسون ویلي چې ۸ اروپایي هیوادونه له یوناني کمپونو څخه د کم عمره او بې سرپرسته ماشومانو منلو ته چمتو دي. ټاکل شوې چې دغه کسان به «په روانه او یا په راتلونکې اونۍ» کې لوکزامبورګ ته ورسېږي.

په دغو ۸ هیوادونو کې لوکزامبورګ، آلمان، فرانسه، پرتګال، فنلنډ، لیتوانیا، کروېشیا او اېرلنډ شامل دي.

تېره چهارشنبه د بشري حقونو څار سازمان وویل چې د مارچ میاشتې په جریان کې ۲۰۰۰ پناه غوښتونکې، چې په ډله کې یې ماشوم لرونکې کورنۍ هم دي، د یوناني چارواکو له خوا نیول شوي او اس د دغه هیواد په چټلو او ډکو کمپونو کې بند پاتي دي.»

 

نورې ليکنې