تزییني تصویر. کډوال د ایټالیا په کروندو کې. کرېډېټ: پېکچر الاینز
تزییني تصویر. کډوال د ایټالیا په کروندو کې. کرېډېټ: پېکچر الاینز

د المان حکومت تېره ورځ وویل چې د خپلو کرنیزو محصولاتو د راټولولو لپاره په لسګونو زرو موسمي کارګرو ته دغه هیواد ته د ننوتلو اجازه ورکوي. تر دې دمخه برلین ویلي وو چې د کورونا ویروس د کړکېچ له کبله بهرني کارګر المان ته ننوتلی نه شي.

تېره ورځ د المان د کرنې وزیرې ژولیا کلوشنر او د دغه هیواد د کورنیو چارو وزیر هورست زیهوفر په یوه ګډه خبرپاڼه کې وویل، جرمني کې د بشري قواوو د کمښت له امله د ۲۰۲۰م کال په اپریل او مې میاشتو کې نږدې ۴۰۰۰۰ بهرني کارګر د دغه هیواد په کروندو کې کار کولی شي.

د دواړو وزیرانو ترمنځ د موافقې له مخې بهرني کارګر المان ته تر رسېدو وروسته باید روغتیایي ازموینه ترسره کړي او د ۱۴ ورځو په موده کې له نورو کارګرو جلا وي.

دغه راز دوی حاصلاتو د راټولو پر مهال باید له یو بل سره واټن ونیسي او که چېرې دا ممکنه نه وي نو له دستکشو او ماسکونو څخه استفاده وکړي.

د المان د کورنیو چارو وزیر له مخې د دې پرېکړې هدف د خلکو ساتنه او د محصولاتو راټول دی.

دا په داسې حال کې چې یوه اونۍ مخکې برلین ویلي وو چې د کورونا ویروس سره د مبارزې په خاطر موسمي کارګر دغه هیواد ته ننوتلی نه شي. 

د المان د کرنیزې سندیکا دي ي وي د شمېرو له مخې جرمني هر کال د شاوخوا ۳۰۰ زرو بهرنيو کارګرو هرکلی کوي چې ډېری یې د رومانیا او پولنډ دي.

دغه کسان د پسرلي په پیل کې د میوو او نورو محصلاتو راټولولو کې مهم رول لري.

خو اروپایي پولو کې د کورونا ویروس د مخنیوي لپاره بندیزونه المان ته د دغو کسانو د ورتګ مخه نیسي.

د یادې ستونزې د هوارولو لپاره د المان د کرنې وزیرې وړاندیز کړی چې د هوټلونو کارکوونکي، وزګار خلک او مهاجر د محصولاتو په راټولولو کې ونډه واخلي. 

 

نورې ليکنې