یوناني پولیس په ریتسونا کمپ کې. کرېډېټ: رویترز، الکیس کنستانتیندیس، د اپریل ۲مه
یوناني پولیس په ریتسونا کمپ کې. کرېډېټ: رویترز، الکیس کنستانتیندیس، د اپریل ۲مه

د یونان د کډوالو چارو وزارت وایي چې د یو ۵۳ کلن افغان مهاجر د کورونا ویروس تر مثبتې ازموینې وروسته یې د مالاسکا په نامه د کډوالو یو بل کمپ هم قرنطین کړی دی. تېره پنجشنبه یوناني چارواکو اټن ته نږدې ریتسونا کمپ قرنطین کړی و.

دغه ۵۳ کلن افغان مهاجر د یونان پلازمېنې اټن ته نږدې مالاسکا کمپ کې له خپلې کورنۍ سره یو ځای ژوند کوي. یاد کمپ کې په سلګونو نور کسان هم اوسېږي.

د یونان د کډوالو چارو وزارت زیاته کړې چې د دوو اونیو په موده کې څوک له کمپ څخه د وتلو او یا کمپ ته د ننوتلو اجازه نه لري.

د یاد وزارت له مخې یوناني پولیس دغه کمپ کې د  قرنطین امر د تطبیقولو دنده لري.

په کورونا ویروس اخته سړی د اټن یو روغتون ته وړل شوی دی. چارواکي وایي چې دوی د هغو کسانو ازموینه هم ترسره کوي چې له دغه سړي سره یې تماس درلود.

دا په داسې حال کې چې تېره پنجشنبه یوناني چارواکو یوبوییا ټاپو کې د ریتسونا په نامه د کډوالو کمپ له هغې وروسته قرنطین کړی و چې د کمپ ۲۰ اوسېدونکو د کورونا ویروس مثبتې ازموینې وکړې.

بلخوا د کډوالۍ نړیوالې ادارې د عامه اړیکو مسوله کریستین نیکولایدو کډوال نیوز ته وایي چې یوناني چارواکو او د کډوالۍ نړیوالې ادارې ټيم په ګډه دا تصمیم نیولی دی.

د نوموړې په خبره کمپ کې د کډوالۍ نړیوالې ادارې یوه ډله او د یونان د روغتیایي چارو کارکوونکي شتون لري.

د آغلې کریستین په خبره تر اوسه یوازې یو کس مثبته ازموینه کړې، خو چارواکو تېره ورځ نوې ازموینې هم ترسره کړې چې تر اوسه یې پایله نامعلومه ده.

د کډوالۍ نړیوالې ادارې ډلې دغه راز کمپ کې ځینې کوټې قرنطین ته ځانګړې کړې دي.

یاده ادار وایي چې د یوناني چارواکو په همکارۍ به پر کډوالو خواړه او روغتیایي وسایل وېشي. خو دغه وسایل هغه وخت پر کډوالو وېشل کېږي چې د هغوی د ازموینو پایلې معلومې شي. د دغې ادارې په حواله د کمپ اوسېدونکي کافي غذا ته لاسرسی لري. 

د یونان د رسمي شمېرو له مخې تر تېرې یکشنبې ورځې پورې دغه هیواد کې د کورونا ویروس ټولټال ۱۷۳۵ مثبتې پېښې ثبت شوې او د مړو شمېر ۷۳ تنو ته رسېږي.

نن سبا نږدې ۱۱۰۰۰۰ مهاجر د یونان په بېلابېلو مرکزونو کې اوسېږي چې له ډلې یې ۴۰۰۰۰ تنه د دې هیواد په ډکو کمپونو کې ایسار پاتي دي.

د یونان د کډوالو چارو وزیر سکای ټلویزیون سره په یوه مرکه کې ویلي: «د کډوالو شمېر ډېر دی، نو ځکه مثبتې پېښې به هم وي. موږ د بېړني حالت لپاره پلان جوړ کړی... خو په ټاپوګانو کې [د یاد پلان] پلي کول مشکل کار دی.»

تر اوسه یوناني ټاپوګانو کې د مهاجرو په کمپونو کې کومه مثبته پېښه ثبت شوې نه ده.

که څه هم د یونان حکومت غواړي چې د یادو کمپونو پر ځای تړلي مرکزونه جوړ کړي، خو د ټاپوګانو چارواکو او اوسېدونکو د دغې پرېکړې پر وړاندې مخالفت ښودلی او زیاته یې کړې چې دغه مرکزونه باید بېخي وتړل شي.

دغه راز د یونان حکومت ویلي چې کورونا ویروس د مخنیوي لپاره هڅه کوي چې دغه هیواد ته نوي رسېدلي مهاجر له نورو کډوالو سره جلا کړي، خو د یونان د کډوالو چارو وزارت له مخې د دغه پلان د ترسره کولو لپاره ټاپوګانو کې ځانګړو ځایونو ته اړتیا شته.  

بل پلو مهاجر پلوه سازمانه له دولته غوښتي چې کمپونه دې تخلیه کړي ځکه چې یادو ځایونو کې د چټلیو له کبله د کورونا د خپرېدو چانس ډېر دی او د رامنځته کېدو په صورت کې به یې د دغه ویروس مهارول «ناممکن» وي. 

 

نورې ليکنې