کرېډېټ: د مانش سمندري قومندانۍ له ټویټر پاڼې څخه
کرېډېټ: د مانش سمندري قومندانۍ له ټویټر پاڼې څخه

د فرانسې د مانش او شمالي سمندر قومنداني وایي چې د شنبې په ورځ (د اپریل ۴مه) یې د پا – دو – کالې سیمې د بولونی - سور - مېر په اوبو کې د دوو مېرمنو او یو ماشوم په ګډون ۱۵ کډوال ژغورلي دي. دغه کسان په یوه کښتۍ کې سپاره ول او برتانیا ته یې د ورتګ لپاره هڅې کولې.

د مانش او شمالي سمندر قومندانۍ په یوه خبرپاڼه کې راغلي چې د شنبې سهار په ۴ بجو د نظارت او لټون سیمه یېز مرکز د کډوالو د یوې داسې بېړۍ په اړه اطلاع ترلاسه کړه چې د بولوني سور مېر په ۷ کیلومترۍ کې له ستونزې سره مخ شوې وه.

د خبرپاڼې له مخې د فرانسې سمندري ژاندارم له دغې بېړۍ څخه د دوو مېرمنو او ۱ ماشوم په ګډون ۱۵ کسان ژغورلي دي.

د کډوالو روغتیایي حالت ښه بلل شوی دی.

سمندري ژاندارم دوی روغتیایي کارکوونکو او سرحدي پولیسو ته سپارلي دي.

مانش کانال کې د ناقانونه سفر د ګواښونو سره سره د ۲۰۱۸ له پایه راهیسې ګڼ شمېر کډوال، چې په ډله کې یې ښځې او ماشومان هم دي، هڅه کوي چې د دې لارې ځانونه برتانیا ته ورسوي.

د فرانسې د سمندري قومندانۍ په حواله په کال ۲۰۱۹ کې ۲۷۵۸ مهاجر مانش کانال کې نیول شوي چې د ۲۰۱۸ په پرتله څلور چنده زیاتوالی ښيي.

 

نورې ليکنې