له ارشیف څخه: د کالې د یو کمپ د تخلیې عملیات. کرېډېت: د بشري حقونو څار، د ۲۰۲۰ د جنورۍ ۲۸مه
له ارشیف څخه: د کالې د یو کمپ د تخلیې عملیات. کرېډېت: د بشري حقونو څار، د ۲۰۲۰ د جنورۍ ۲۸مه

فرانسوي چارواکو تېره جمعه کالې ښار کې د مهاجرو د «سرپناه ورکولو» عملیاتو په ترڅ کې نږدې ۱۰۰ کسانو ته د دغې سیمې په مرکزونو کې استوګنځایونه برابر کړي. دغه راز ګراند – سنت سیمه کې نږدې ۳۰ کډوالو ته نن دوشنبه سرپناوې برابرې شوې دي.

د پا – دو – کالې سیمې قومندانۍ نن دوشنبه وویل چې له تېرې جمعې راهیسې یې ۱۶۴ هغو مهاجرو ته سرپناوې برابرې کړې کوم چې د کالې په کمپونو کې اوسېدل.

یاده قومندانۍ زیاته کړې چې دغه عملیات به په روانه او راتلونکې اونۍ کې دوام ولري او کډوالو ته د «قرنطین» په موده کې د هرکلي مرکزونو او یا هوټلونو کې ځای ورکول کېږي.

د فرانسې د کالې قومندانۍ د یوې خبرپاڼې په حواله، چې نن دوشنبه د اپریل ۶مه خپره شوه، تېره جمعه د دغې ادارې د سرپناه ورکولو عملیاتو په پایله کې لږترلږه ۹۳ کسانو ته استوګنځایونه برابر شوي دي.  

خبرپاڼه کې راغلي چې د دغو عملیاتو موخه دا وه چې د «بشردوستانه دلایلو لپاره» دغو سرپناه نه لرونکو کسانو ته د اوسېدو ځایونه برابر کړل شي. د خبرپاڼې له مخې د کالې په ځینو سیمو کې د مهاجرو شتون «عامه روغتیا... او د خلکو هوسایۍ» ته ستونزې پېښوي. د دغو عملیاتو بله موخه دا ده چې د کورونا ویروس پر وړاندې نیول شویي تدابیر پر کډوالو هم تطبیق شي.

له تېرې جمعې راهیسې سرویسونه کډوال له کالې څخه د لیوین، نېدونشل، کروازي، مرلیمون، فوکیېر لې بېتون او سن ونان سیمو ته انتقالوي. د اوبرژ دو میګران سازمان مشر فرانسوا ګېنوک په حواله دوه مرکزونه په اصل کې جمنازیمونه دي.

د کالې قومندانۍ زیاته کړې چې تر دې دمه کډوال حق درلود چې په خپله خوښه مرکزونو ته لاړ شي، خو وروسته له دې به پولیس له «جبري» تدابیرو څخه هم کار واخلي.

۴۰۰ ځایونه

چارواکو دا هم ویلي چې دغه عملیات به دوه اونۍ دوام وکړي. د قومندانۍ په خبره دوی ۴۰۰ مهاجرو لپاره استوګنځایونه لري او د نورو ځایونو د برابرولو لپاره هم هڅې کوي.

یاده قومنداني دا هم وایي چې ۲۰ نور ځایونه هم هغو کسانو ته ځانګړې شوې دي چې په کورونا ویروس اخته شوي دي.

په همدې حال کې مهاجر پلوه سازمانونه وایي چې مهاجرو ته د سرپناه ورکولو عملیاتو ترسره کول ضروري وو ځکه چې تر اوسه کالې کې دوه مهاجر په کورونا ویروس اخته شوي دي.

خو دوی زیاتوي چې حکومت دغه کار ناکافي بولي. که څه هم د کالې قومنداني وایي چې دغه سیمه کې نږدې ۶۵۰ کسان ژوند کوي، خو سازمانونه دغه شمېر تر زرو کسانو ډېر بولي.

فرانسوا ګېنوک وایي: «چارواکي وایي چې کډوال په خپله خوښه مرکزونو ته لاړ شي، دلیل یې دا دی چې دوی ټولو ته کافي ځای نه لري.» د نوموړي په حواله د کالې په سړکونو کې لږترلږه ۸۰۰ کسان ژوند کوي.

د لا زیاتو معلوماتو لپاره: کورونا ویروس: د فرانسې په کالې ښار کې مېشت کډوال وایي چې له سرپناه ورکولو عملیاتو څخه ډارېږي

ګراند – سنت کې د سرپناه ورکولو عملیات ترسره شوي

بل پلو د فرانسې په شمالي سیمه ګراند – سنت کې هم د کډوالو د سرپناه ورکولو عملیات پیل شوي دي. د رسمي شمېرو له مخې دغه سیمه کې نږدې ۶۰۰ کسان ژوند کوي. نن دوشنبه دولتي چارواکو شاوخوا ۳۰ کسانو ته سرپناوې برابرې وکړې.

د سازمانونو په حواله د قرنطین تر پرېکړې وروسته دا لومړی ځل دی چې ګراند – سنت کې د سرپناه ورکولو عملیات ترسره کېږي.

د سولیداریتي باردر سازمان مشر حکیم توالبیا وایي چې ننني عملیات د ګراند – سنت په لینیر کمپ کې ترسره شوي چېرې چې «۴۰۰ تر ۵۰۰ کسان ژوند کوي او ډېری یې عراقي کردان دي.»

نوموړی زیاتوي: «دغه کسان چمتو نه دي او څوک نه پوهېږي چې چارواکي دوی چېرته انتقالوي. دلته زیات شمېر کم سنه مهاجر هم دي. دوی ته باید د دغو عملیاتو په اړه معلومات ورکړل شي.»

خو فرانسوۍ ورځپاڼې وا دو نور لیکلي چې دغه کسان لیل ښار ته نږدې د اوسېدو مرکزونو ته انتقال شوي او پولیسو «کورنیو او زیان منونکو کسانو ته» لومړیتوب ورکړی.

 

نورې ليکنې