نیس ښار، فرانسه. کرېډېټ: رویترز
نیس ښار، فرانسه. کرېډېټ: رویترز

هر هغه شخص چې په فرانسه کې اوسېږي او د کورونا ویروس د مخنیوي لپاره لګول شوي محدویتونه نه مراعاتوي ۱۳۵ یورو جریمه کېږي. په ځینو حالاتو کې ممکن چې دغه جرمانه تر ۳۷۵۰ یورو پورې هم لوړه شي. یاد دې وي چې دا قاعده پر کډوالو هم تطبیقېږي.

د ویلسن د مهاجرو ملاتړ رضاکار استرید کډوال نیوز ته وایي: «د پاریس په شمالي سیمه کې د خوړو د وېشلو پر مهال دوه افغان مهاجر وویل چې د محدودیتونو د نه مراعاتولو په خاطر جریمه شوي، په داسې حال کې چې دوی په سړکونو کې ژوند کوي.»

کډوال نیوز ته د رسېدلو معلوماتو له مخې د فرانسوي چارواکو په یوه محرمانه یادداښت کې راغلي چې د عامه نظم سرتېري دې د هغو کسانو د جریمه کولو څخه ډډه وکړي کوم چې په سړکونو کې اوسېږي.

خو په ټولیزه توګه شخص «له کوره د وتلو اجازه لیک» د نه ډکولو او او یا له قرنطین څخه د سرغړونې په صورت کې جریمه کېږي.

که څه هم په اصل کې له ګرځبندیز سرغړوونکي ۱۳۵ یورو جریمه کېږي، خو په ځینو حالاتو کې ممکن چې دغه جرمانه تر ۳۵۷ یورو پورې لوړه شي.

سرغړوونکي د تکرار په صورت کې – که چېرې څوک پرته له اجازه لیک او د قناعت وړ دلیل له کوره ووځي –۲۰۰ یورو جریمه کېږي چې په ځینو حالاتو کې ممکن دغه جرمانه تر ۳۵۷ یورو پورې لوړه شي.

خو که چېرې تاسې په یوه میاشت کې تر درې ځله له ګرځبندیز څخه سرغړونه وکړئ، تر ۳۷۵۰ یورو جرمانه  او ۶ میاشتې بندي کېږئ.  

د اپریل له ۶مې راهیسې «له کوره د وتلو اجازه نامه» په انلاین ډول موجود دی. تاسې کولی شئ چې د انټرنټ له لارې خپل شخصي معلومات (نوم، تخلص، د زېږېدنې ځای او نېټه او ادرس) او له کوره د وتلو دلیل پکې درج کړئ.  


د انلاین اجازه لیک د ترلاسه کولو پته: https://media.interieur.gouv.fr/deplacement-covid-19/

 

نورې ليکنې