انځور د سي ای سازمان له ټویټر پاڼې څخه
انځور د سي ای سازمان له ټویټر پاڼې څخه

المانی سازمان سي ای وایي چې الان کردي کښتۍ تېره ورځ د ژغورنې دوو عملیاتو په پایله کې له مدیترانې څخه ټولټال ۱۵۰ کسان ژغورلي دي. بل خوا الارم فون وایي چې له تېرې ورځې راهیسې د مدیترانې د ژغورنې او لټون په زون کې ۸۰ مهاجر ایسار پاتي دي.

ژغورونکې کښتۍ الان کردي تېره ورځ د سهار له خوا د لیبیا په ساحلي اوبو کې ۶۸ کسان ژغورلي چې په ډله کې یې ۲۰ کم سنه کسان هم دي. د سی ای په یوه خبرپاڼه کې راغلي چې دغو کسانو د ژغورنې واسکټونه نه درلودل.   

د یادې کښتۍ مسول سازمان سي ای په خپله ټویټر پاڼه لیکلي چې د ژغورنې عملیاتو پر مهال لیبیایي سرتېرو هوایي ډزې وکړې چې په پایله کې یې ځینو مهاجرو ځانونه اوبو ته غورځولي.

یاد سازمان د دغو کسانو روغتیایي وضعیت ښه بللی دی.

سی ای زیاته کړې چې څو ساعته وروسته یې د یوې مېندوارې ښځې په ګډون ۸۲ تنه نور مهاجر هم ژغورلي دي چې په یوه لرګینه بېړۍ کې سپاره ول.

که څه هم الان کردي اوس د دغو کډوالو د ښکته کولو لپاره د یو امن بندر په لټه کې ده، خو ایټالیا او مالتا ویلي چې «دغو هیوادونو کې د روغتیایي بېړني حالت» له کبله ژغورل شويو کسانو ته په خپلو خاورو کې د ښکته کېدو اجازه نه ورکوي.

۸۰ کسان د لیبیا په ساحلي اوبو کې ایسار پاتي

بل خوا مدیترانه کې د الام فون په نامه ټېلفوني پلټفورم وایي چې د لیبیا په ساحلي اوبو کې ۸۰ کسان په یوه بېړۍ کې ایسار پاتي دي.

دغه پلټفورم په خپله ټویټر پاڼه لیکلي چې یاده کښتۍ کې سپرو کډوالو پرون الام فون ته زنګ وهلی او ویلي یې دي چې دوی تېره شپه له لیبیا څخه تښتېدلي خو اوس یې کښتۍ تېل نه لري.

الارم فون زیاته کړې چې چارواکو ته یې د یادو کډوالو په اړه اطلاع ورکړې.

دغه پلټفورم کښتۍ کې د سپرو کډوالو له قوله ویلي چې د ایټالیا ساحلي ګارد هغوی سره تماس نیولی او ویلي یې دي چې دوی یې د ژغورنې لپاره راځي.

«موږ ایټالوۍ شمېرې سره څو ځله اړیکه ونیوله، دوی وایي چې راځي. یوه ورځ کېږي خو تر اوسه نه دي راغلي. دلته هوا سړه ده.»

د الارم فون په یو نوی ټویټ کې راغلي چې که څه هم دوی له کډوالو سره تماس لري، خو د یوې ورځې تر تېرېدو وروسته دغه کسان لا هم په مدیترانه کې دي.

د کډوالو دغه کښتۍ د مالتا د ژغورنې او لټون زون په ۹ مایلۍ کې موقعیت لري.

د الارم فون په حواله کښتۍ کې ښځې او د یو ۲ کلن ماشوم په ګډون کم سنه کسان هم سپاره دي.

 

نورې ليکنې