له ارشیف څخه. ایټالیا ته نوي رسېدلي کډوال روغتیایي ازموینه ترسره کوي. کرېډېټ: رویترز، د فبرورۍ ۲مه
له ارشیف څخه. ایټالیا ته نوي رسېدلي کډوال روغتیایي ازموینه ترسره کوي. کرېډېټ: رویترز، د فبرورۍ ۲مه

د رپوټونو په حواله د ایټالیا حکومت ویلي چې د کورونا ویروس وبا له کبله سمندري بندرونه یې «امن» نه دي نو ځکه د دغه روغتیایي کړکېچ تر پایه پورې له سمندره ژغورل شویو مهاجرو ته په خپله خاوره کې کې د کوزېدو اجازه نه ورکوي.

د برتانوۍ ورځپاڼې ګارډین په حواله ایټالیا حکومت په یو فرمان کې چې تېره سه شنبه ورځ خپور شو ویلي، چې د «د کورونا ویروس د خپرېدو له امله د روغتیایي بېړني حالت تر پایه پورې د ایټالیا بندرونه له سمندره د ژغورل شویو کسانو د کوزېدو لپاره «امن» نه دي.

دا په داسې حال کې چې د هوا له ګرمېدو سره په تېرو څو ورځو کې د هغو کډوالو په شمېر کې زیاتوالی راغلی کوم چې له لیبیا څخه اروپا ته د راتګ هڅه کوي او ډېری وختونه مدیترانه کې د ژغورونکو کښتیو له خوا ژغورل کېږي.

د ایټالیا د کورنیو چارو وزیرې لوسیانا لامورجیز، د روغتیا وزیر روبرتو سپرانزا او د زیربناوو وزیرې پاولا دي میچیلي دغه فرمان لاسلیک کړی.

فرمان هم کې دا هم راغلي چې د ژغورل شویو مهاجرو په ډله کې ممکن ځینې کسان په کورونا ویروس اخته وي.

د یادې پرېکړې  له مخې دا باید تضمین شي چې د ژغورل شویو کسانو د ژوند لپاره کوم ګواښ نشته، خو په اوسني وضعیت کې ایټالیا هغو مهاجرو د خوندیتوب تضمین نه شي ورکولی کوم چې په دغه هیواد کې اوسېږي.

دا په داسې حال کې چې د الماني سازمان سي ای ژغورونکې کښتۍ الان کردي د دوشنبې په ورځ مدیترانه کې ۱۵۰ کسان وژغورل او اوس د ایټالیا لمپدوسا ټاپو ته نږدې موقعیت لري.

نن سبا الان کردي یوازنۍ بشردوستانه کښتۍ ده چې په مدیترانه کې د مهاجرو د ژغورنې عملیاتونه ترسره کوي. ګڼو نورو سازمانونو د کورونا ویروس د خپرېدو له کبله خپل فعالیتونه درولي.

خو د کورونا ویروس ګواښ سربېره لا هم زیات شمېر مهاجر د مدیترانې له لارې اروپا ته د راتګ هڅه کوي: د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو سازمان د شمېرو له مخې یوازې په مارچ میاشت کې نږدې ۸۰۰ کسانو هڅه کړې چې له لیبیا څخه ځانونه اروپایي هیوادونو ته ورسوي.

د ایټالیا د بهرنیو چارو وزیر لویګي دي مایو تېره مارچ میاشت د اروپایي ټولنې بهرنیو چارو وزیرانو سره په یو ویډیو کنفرانس کې وویل چې هیواد یې د اوسني حالت له امله خپل بندرونه د کډوالو پر مخ نه شي پرانیستلی.

ایټالیا کې تر اوسه د کورونا ویروس ۱۳۵،۵۸۶ پېښې ثبت شوې او ۱۷،۱۲۷ کسان له دې ویروسه مړه شوي دي.

تېره ورځ ایټالوي ټلویزیون آر اې آی رپوټ ورکړ چې سي ای له جرمني څخه غوښتي چې د ۱۵۰ ژغورل شویو مهاجرو د ښکته کېدو لپاره دې یوه الوتکه ور ولېږي.

د سي ای له مخې د جرمني لږترلږه ۱۵۰ ښارونه چمتو دي چې د ژغورل شویو مهاجرو هرکلی وکړي.

 

نورې ليکنې