د اسپانیا په کروندو کې ګڼ شمېر بهرني کارګر په کار بوخت دي. کرېډېټ: کډوال نیوز
د اسپانیا په کروندو کې ګڼ شمېر بهرني کارګر په کار بوخت دي. کرېډېټ: کډوال نیوز

د اسپانیا حکومت پرون سه شنبه وویل چې د بشري قواوو د کمښت له کبله په لسګونو زرو مهاجرو او وزګارو کسانو ته اجازه ورکوي چې د کرنیزو محصلاتو د راټولولو په برخه کې لپاره کار وکړي.

د پولو د تړل کېدو او د کورونا ویروس پر وړاندې د لګول شویو محدودیتونو له کبله ګڼ شمېر بهرني کارګر اسپانیا ته تللی نه شي. د بېلګه په توګه، سږ کال د ۱۶۰۰۰ مراکشي کارګرو له ډلې څخه یوازې نیمایي برخه یې د اسپانیا اوېلوا سیمې ته رسېدلي دي.

د اسپانیا حکومت د دغه فرمان له مخې کرنو کې ۷۵۰۰۰ تر ۸۰۰۰۰ هغو کسانو ته د کار زمینه برابرېږي کوم چې په عادي حالاتو کې د دولت له نقدي مرستو څخه برخمن دي او د کار کولو په صورت کې یې له لاسه ورکوي. خو دوی اوس هم معاش اخلي او هم دولتي مرستې ترلاسه کولی شي.

د یادولو ده چې هغه پخواني کار کوونکي چې اوس د تخنیکي له لحاظه وزګار دي د دې فرمان لاندې نه راځي.

دغه پرېکړه به د اسپانیا د کرنیزو سیمو اندلس، استرامادور، مورسي، اراګون او کاټولنیا د محصلاتو د راټولولو لپاره ډېر مهم رول لري.

د اسپانیا د کرنې وزیر لویس پلانا ویلي چې دا پرېکړه د راتلونکي جون تر ۳۰ پورې نافذه ده.

نوموړي په یو ویډیو کنفرانس کې زیاته کړې چې دغه تدابیر هغه محصلات هم تضمینولی شي چې اروپایي بازارونو ته استول کېږي.

تر دې دمخه د المان حکومت هم اعلان کړی و چې د خپلو کرنیزو محصولاتو د راټولولو لپاره په لسګونو زرو موسمي کارګرو ته دغه هیواد ته د ننوتلو اجازه ورکوي.

 

نورې ليکنې