د رپوټونو په حواله پرون چهارشنبه د اپریل ۸مه نېټه د یونان موریا کمپ مخ ته د دوو افغان کډوالو ترمنځ شخړه کې یو ۱۶ کلن مهاجر په چړو وژل شوی دی. پولیسو ویلي چې تر دغې پېښې وروسته د ځوانو کډوالو ترمنځ نورې شخړې هم جوړې شوې.
د یوناني پولیسو یوې سرچینې په حواله تېره چهارشنبه د اپریل ۸مه د یونان موریا کمپ مخ ته د دوو افغان کډوالو ترمنځ شخړه کې یو ۱۶ کلن افغان مهاجر په چړو ووژل شو.
پولیسو زیاته کړې چې د سه شنبې په شپه یو ۲۰ کلن افغان مهاجر دغه کم سن کډوال په چړو وهلی دی.
تر دغې پېښې وروسته یاد ۱۶ کلن مهاجر د لېسبوس ټاپو مېتلیني روغتون ته انتقال شو خو څو ساعته وروسته یې ساه ورکړه.
نوموړی د یوې ۷ کسیزې کورنې غړی و او د یونان موریا کمپ نه بهر تر یوې خیمې لاندې ژوند کاوه.
«نورې شخړې»
د پولیسو په حواله د چهارشنبه په سهار د دغه مهاجر د مرګ خبر تر خپرېدو وروسته کمپ کې د ځوانو کډوالو ترمنځ نورې شخړې هم رامنځته شوې چې په پایله کې یې څلور تنه ټپیان شوي دي.
ویل شوي چې د دوو ټپیانو روغتیایي وضعیت نازک دی. دوی ټول روغتون کې بستري شوي دي.
تر دې دمخه هم موریا کمپ کې د کډوالو ترمنځ د خونړیو شخړو په هکله رپوټونه ورکړل شوي. دا کمپ د یونان په لېسبوس ټاپو کې موقعیت لري او نږدې ۲۰۰۰۰ مهاجر پکې ایسار پاتي دي.
د فرانسې خبري اژانس د یوې روغتیایي ادارې له قوله ویلي چې کمپ کې د ځوان افغان تر مرګ وروسته وضعیت نور هم خراب شوی دی.
«روغتیایي بم»
څه موده مخکې د یونان حکومت موریا کمپ «یو روغتیایي بم» بللی و.
که څه هم تر اوسه کمپ کې د کورونا ویروس مثبته پېښه ثبت شوې نه ده، خو د یونان دوه نور کمپونه تېره اونۍ د کورونا ویروس له امله قرنطین شول.
تېره ورځ د یونان د کډوالو چارو وزیر نوتیس میتاراچي یوه پارلماني غونډه کې ویل چې نن سبا نږدې ۱۰۰ زره کډوال په دغه هیواد کې اوسېږي چې له ډلې څخه یې ۷۰۰ زره تنه د یوناني د مرکزي سیمو په ۳۸ کمپونو کې ځای پر ځای شوي دي.
په همدې حال کې د یونان په پنځو ټاپوګانو کې د کډوالو شمېر نږدې ۳۹۰۰۰ کسانو ته رسېږي، په داسې حال کې چې دغه کمپونه یوازې د ۶۲۰۰ کسانو ظرفیت لري.