يو شمېر مهاجر بې سرپناه سوي هم دي
يو شمېر مهاجر بې سرپناه سوي هم دي

د کرونا له کبله په ټول آلمان کي بشپړه بنديز (لاک ډاون) نه دی لګول سوی. دا چي مهاجر کومو محدوديتونو سخت اغېزمن کړي او ممکنه مرسته چيري ترلاسه کولای سي، دلته يې لوستلای سئ.

په ټول آلمان کي په عامه محضر کي له دوو څخه تر زياتو  کسانو پر راټولېدو بنديز دی. صرف د غذايي موادو خرڅوونکي مغازې، درملتونونه، کلينيکونه او ورته اړين دفاتر او ځايونه په بشپړه توګه خلاص دي. حتی ښوونځي او پوهنتونونه په بشپړه توګه تړل سوي دي. په دې ترڅ کي زياتي دولتي ادارې چي بعضي يې د مهاجرو سره تړلو کارونو وظيفه په غاړه لري هم تړلي دي.

  د بامف فعاليت محدوده سوی دی

 د کرونا د بحران له کبله په آلمان کي زيات دولتي خدمات يا خو ځنډول سوي او يا محدود کړل سوي دي. په محدودو کړل سوو خدماتو کي د مهاجرو او پناه غوښتونکو له پاره د آلمان د ځانګړي فدرالي ادارې بامف خدمات هم شامل دي. په دې ترڅ کي د ژبي او ادغام کورسونه او په همدې شان د پناه غوښتنې د لومړۍ فيصلې پر ضد د حقوقي دعوی کارونه ځنډول سوي دي.

 بامف ويلي دي چي البته د پناه غوښتنو او په وړاندي يې د پرېکړو صادرونه ادامه لري. خو ټول هغه ملاقاتونه يا بلنې لغوه کړل سوي دي چي د مخامخ کتنې له لاري ترسره کيږي.

 د آلمان هر فدرالي ايالت د دې صلاحيت لري چي اقدامات په خپل چوکاټ او امکاناتو کي عملي کړي. له دې کبله د ايالتونو تر منځ د اړونده خدماتو د ځنډول کېدنې يا محدودېدنې اشکال او څرنګوالی بېل کيدلای سي.

 د کورنیو یو ځای کېدونه درول سوې

 د آلمان دپلوماتيکي او قونسلي نمايندګيو هم په ټوله نړۍ کي خپل فعاليتونه محدوده کړي دي. له کبله يې په آلمان کي د موجودو مهاجرو سره د هغوی د کورنيو د يوځای کېدنې له پاره د درخواستونو جمع کېدنې او پروسه کېدني کارونه هم په مؤقتي توګه درول سوي دي. د کورنيو د الحاق د پروسې يو شمېر کارپوهان بېرته آلمان ته راوستل سوي دي

 که تاسو هم د کورنۍ سره د الحاق درخواست ورکړی وي، نو د هغې آلماني نمايندګۍ و انټرنټ پاڼي ته مراجعه وکړئ، کومه چي ستاسو د کورنۍ د درخواست د پروسه کولو مسؤليت لري. په دې ترڅ کي دې ته هم پام وکړئ چي د قونسلګريو د کاري ورځ وختونو هم ښايي تغير کړی وي. له دې کبله له دې مخکي چي دغو نمايندګيو ته ورسئ ورسره تماس ونيسئ.

د بې سرپناه کيدو په صورت کي

 په آلمان کي يو شمېر داسي مهاجر هم سته چي بې کوره دي ځکه چي يا خو په غير قانوني توګه په آلمان کي اوسيږي، د پناه غوښتنه يې نه ده کړې او يا د نورو لاملونو له کبله ثبت سوي نه دي. دا کيدای سي پر هغو مهاجرو هم اغېز وکړي چي د دبلن پروسې له کبله په اصل کي بايد له آلمان څخه بل هغه اروپايي هيواد ته بېرته انتقال کړل سوي وای، د کوم له لاري لومړی اروپا ته راداخل سوي ول. دا ځکه چي و نورو د اروپايي اتحاديې غړو هيوادونو ته اخراجونه هم درول سوي دي.

 يو شمېر مهاجر د هغو مرستندويه اتحاديو او سازمانونه له مرستي څخه هم بې برخي سوي دي، چي د مهاجرو او پناه غوښتونکو سره کومکونه کوي. د بېلګي په توګه د (ټافل) په نوم هغه مراکز هم تړل سوي يا يې خدمات محدود سوي دي، چي بې وزلو کسانو ته غذايي مواد ورکوي. دا چي له يادو مراکزو څخه کوم يې لا خلاص دي، په هکله يې په آلماني ژبه پر لاندني لينک نور معلومات موندلای سئ:

https://www.tafel.de/themen/coronavirus/

 هغه کسان چي په عاجله توګه سرپناه ته اړتيا لري، نو د آلمان په نژدې هره سيمه کي د بې کوره کسانو له پاره د مراکزو سره اړيکه نيولای سي. د يو شمېر مرستندويه سازمانونو او کليسايي ټولنو تر څنګ ښاروالۍ د بې کوره خلکو له پاره ځانګړي پروګرامونه لري.

 که د انټرنټ له لاري د دغو مراکزو لټون کول غواړئ نو کولای سئ چي په آلماني لغتونو (Obdachlosenhilfe) يا (Wohnungslosenhilfe) پسي لټون وکړئ چي دوې بېلي پروژې دي. لومړی آلماني لغت «د بې سرپناو سره مرسته» او دويم لغت په «د اپارتمان نه لرونکو سره مرسته» ژباړل کيدلای سي. زيات شمېر کليسايي مرستندويه سازمانونه لکه سور صليب، کاريتاس، مالتېزر، د سالوېشن آرمي او دياکوني او يا هم نور مرستندويه سازمانونه د بې کوره او سرپناه نه لرونکو سره د مرستي پروګرامونه لري. عموما دغه پروګرامونه د رضاکارانو له خوا انسجام کيږي. په دغو مرستو کي د غذا او سرپناه برابرولو تر څنګ د اړتيا په صورت کي د کالو مرسته هم شامله وي.

 خو ياد سازمانونه د پناه غوښتنې د دوسيو يا نورو رسمي کارونو په تړاو مرسته نسي کولای. هغوی صرف په دې کي مرسته کولای سي چي هغه بنسټيزه انساني اړتياوي لکه سرپناه، غذا او کالي برابر کړي. کله چي د کرونا بحران پای ته ورسيږي نو ټول دولتي خدمات به بېرته په بشپړه توګه د پخوا په شان فعال سي.

 

نورې ليکنې