د فرانسې د ساحلي سرتېرو کښتۍ. کرېډېټ: د مانش او شمالي سمندر قومندانۍ
د فرانسې د ساحلي سرتېرو کښتۍ. کرېډېټ: د مانش او شمالي سمندر قومندانۍ

د کورونا ویروس پر وړاندې د لګول شویو محدودیتونو سربېره لا هم ګڼ شمېر کډوال د مانش کانال له لارې برتانیا ته د ورتګ هڅه کوي. برتانوي چارواکو تېره ورځ وویل چې یاد کانال کې یې ۵۷ کډوال نیولي. بل پلو فرانسوي چارواکي وایي چې له درېو اونیو راهیسی لږترلږه ۶۶ مهاجرو هڅه کړې چې د مانش کانال له لارې ځانونه برتانیا ته ورسوي.

د بي بي سي د یو رپوټ له مخې د برتانیا سرحدي ځواکونو مانش کانال کې ۵۷ کسان نیولي چې په ۴ بېړیو کې سپاره ول. د برتانیا د کورنیو چارو ادارې له مخې کښتیو کې ځینو سپرو کسانو ویلي چې ایرانیان دي.

دا په داسې حال کې چې د سه شنبې په ورځ ۶۳ نورو مهاجرو هم برتانیا ته د ننوتلو هڅه کړې وه.

د برتانیا د کورنیو چارو ادارې دا هم ویلي چې برتانیا ته رسېدلي کسان د کورونا ویروس ازموینه ترسره کوي.

د برتانیا د سسکس سیمې د حکومت د یو ویاند بي بي سي ته ویلي چې نیول شوي کسان د روغتیایي ازموینو د ترسره کولو دوور ته استول شوي او د کډوالۍ چارواکو ته سپارل شوي دي. 

د ۲۰۱۹ له جنورۍ میاشتې راهیسې نږدې ۱۵۰ هغه کسان چې په کوچنیو بېړیو کې برتانیا ته تللي وو بېرته اروپا ته اخراج شوي دي.

فرانسه وایي چې له قرنطین راهیسې یې مانش کانال کې ۶۶  مهاجر ژغورلي

د فرانسې سمندري قومندانۍ په حواله د سه شنبې په ورځ  ۹ کډوال د کالې په ساحلي اوبو کې ژغورل شوي دي.

دا په داسې حال کې چې تېره اونۍ ۱۵ تنه نور له هغې وروسته په بولونی – سور – مېر سیمه کې وژغورل شول چې یوه کب نیوونکې کښتۍ پولیسو ته د دغو کسانو په هکله اطلاع ورکړه.

دغه راز د مارچ له ۱۷مې راهیسې ځینې نور کسان مانش کې نیول شوي دي.

د یادولو ده چې له تېرې جمعې راهیسې فرانسوي پولیسو کالې ښار کې د مهاجرو د سرپناه ورکولو عملیات پیل کړي او تر دوشنبې پورې یې ۱۶۴ کسانو ته یې سرپناوې برابرې کړې وې.

یاده قومندانۍ زیاته کړې چې دغه عملیات به په روانه او راتلونکې اونۍ کې دوام ولري او کډوالو ته به د قرنطین په موده کې د هرکلي مرکزونو او یا هوټلونو کې ځای ورکول شي.

دا په داسې حال کې چې تر دې وړاندې کالې کې ځینو کډوالو ویلي وو چې د سرپناه ورکولو عملیاتو څخه ویره لري ځکه چې ممکن دوی لېرو پرتو سیمو ته واستول شي، حال دا چې دوی برتانیا ته تلل غواړي.

 

نورې ليکنې