په ليسبوس کي يوه ۵۰ کلنه افغانه
په ليسبوس کي يوه ۵۰ کلنه افغانه

زيات شمېر مهاجر په يونان کي د سختو ستونزو سره مخامخ دي. د کرونا بحران د هغوی ستونزي نوري هم جدي کړي دي. دا چي اړمند مهاجر په يونان کي چيري مرسته ترلاسه کولای سي، دلته يې ولولئ:

عمومي مرسته

 ـ د کاريتاس يونانۍ څانګه: د کاتوليکي کليسا دغه مرستندويه سازمان د مهاجرو او پناه غوښتونکو سره ټولنيزي مرستي کوي. دغه سازمان د غذا، جامو او د رواني درملنې په ساحو کي د مهاجرو کومک کوي. د دغه سازمان د يونان د څانګي مرکزي دفتر په پلازمېنه اتن کي دی او د يونان په نورو لسو سيمو کي هم دفترونه لري. د تماس معلومات يې لاندي موندلای سئ:

 فيسبوک: https://www.facebook.com/caritashellas/

تليفون: 00302105247879

د کاريتاس د اتن دفتر د مهاجرو له پاره د (Caritas Athens - Refugee Program) په نوم ځانګړی د مرستو پروګرام هم لري. د لاندنيو لارو ورسره تماس نيول کيدلای سي:

تليفون: 00302105246637

برېښناليک پته: caritasref@caritasathens.gr

ـ پراکسيس: دغه سازمان د بې کوره انسانانو او په همدې شان مهاجرو او پناه غوښتونکو سره مرستي کوي. هغوی د طبي او رواني مرستي ترڅنګ د نظافت سامان، کالي، بوټونه او ورته کومکونه کوي. دغه سازمان د يونان د نورو سيمو ترڅنګ په اتيکا، مرکزي مقدنيه، په کيوس او ساموس ټاپوګانو او په همدې شان د پاتراس په سيمه کي فعاليتونه کوي.

 فيسبوک: https://www.facebook.com/ngopraksis/

تليفون: 00302105205200

ـ لېفوس سوليدېرتي: په لسبوس کي مستقر دغه غير دولتي مرستندويه سازمان د مهاجرو او نورو اړمندو کسانو سره طبي، رواني، حقوقي، د سرپناه او ورته نوري مرستي کوي. دغه سازمان د نورو پروژو تر څنګ د ( Pipka open refugee camp) په نوم کمپ هم چلوي چيري چي اړمندو کسانو ته غذا، طبي مرسته، تعليم او نور کومکونه وړاندي کيږي.

وېبپاڼه: https://www.lesvossolidarity.org/en/what-we-do/pikpa-camp

فيسبوک: https://www.facebook.com/pikpalesvos

تليفون: 00302251062000

د سرپناه نه لرونکو سره مرسته

 د يادونې وړ ده چي دغه معلومات چي دلته وړاندي کيږي د اپريل په ۸مه نېټه راغونډ سوي او په دغو پروژو کي د تغير امکانات سته.

 ـ مېديسينس دو موند(د نړۍ ډاکټران): دغه سازمان په اتن او پيرېس سيمه کي بې کورو او سرپناه نه لرونکو انسانانو ته طبي او ټولنيزي مرستي وړاندي کوي. د دې تر څنګ د دغه سازمان کارکوونکي مشورتي، غذايي او د جامو مرستي هم کوي. د کرونا بحران په ترڅ کي د دغه سازمان مرستندويان د نظافت سامان ويشي.

انټرنټ پاڼه: https://doctorsoftheworld.org/blog/covid-19-greece/

فيسبوک: https://www.facebook.com/mdmgreece.gr/

ـ سور صليب: دغه سازمان په اتن کي د سرپناه نه لرونکو کسانو له پاره يو ځای لري:

تليفون:21033137720 , 21033137721, 21033137722, 21033137723

ادرس: Epikourou 34, Athens 105 53

غذايي مرستي

مخکي ياد سوو سازمانونو څخه اکثره يې غذايي مرستي هم کوي. د هغوی تر څنګ لاندني سازمانونه او پروژې هم غذا تقسيموي:

ـ کاريتاس د اتن اشپزخانه: دغه مرکز هغو بي سرپناه کسانو، مهاجرو او نورو اړمندو کسانو ته غذا ورکوي چي پخپله و لاندني کمپ ته ورسي:

 ادرس: Refugee Centre at 52 Kapodistriou Street, Athens

فيسبوک: https://www.facebook.com/CaritasAthens/

تليفون: 00302103626186

 تيسالونيکي ـ فيلوکسېنيا فوډ اېنډ کاينډنيس اين ايکشن: د رضاکارانو له خوا تمويلېدونکی دغه سازمان په تيسالونيکي کي د سرپناه نه لرونکو او مهاجرو سره کومک کوي. دمګړی دغه سازمان په کوڅو کي و مهاجرو او سرپناه نه لرونکو ته ساندويچونه، اوبه، ويټامن، چاکلېټ او صابون ورکوي. دا خبره ياد سازمان د مارچ په ۳۱مه نېټه په خواله رسنيو کي شريکه کړه:

 فيسبوک: https://www.facebook.com/teamphiloxenia/

تليفون: 015755835596

ـ سالوېشن آرمي: دغه سازمان په تيسالونيکي او اتن کي بشري مرستي د بيلو پروګرامونو په ترڅ کي وړاندي کوي. په دغو مرستو کي و اړمندو کسانو د غذا رسولو مرسته هم شامله ده:

 فيسبوک: https://www.facebook.com/TSAVSDC/

تليفون: 00302155016985

د بې سرپرسته کمسنو مهاجرو سره مرسته

ـ هوم پروژه: دغه سازمان و يونان ته رسېدونکو مهاجر ماشومانو سره مرستي کوي او دغه ماشومان له کوڅو، کمپونو، پوليس سټېشنونو او بندو ځايونو څخه په اتن کي واقع سرپناه ته رسوي. دغه سازمان وايي چي دمګړی په اتن کي ۱۱ د اوسېدنې مراکز چلوي.

فيسبوک: https://www.facebook.com/HomeProjectOrg

برېښناليک: info@homeproject.org

تليفون: 00302168099152

ادرس:Pindarou 32, Athens, 106 73 Greece

طبي مراقبت

- بې پولي ډاکټران: دغه سازمان د کرونا د بحران له کبله په يونان کي خپل فعاليتونه زيات کړي دي او په ليسبوس، ساموس او اتن کي مرکزونه لري. د دغه سازمان په خدماتو او مرستو کي ماشومانو ته د ماشومانو د ناروغيو ضد واکسين لګول، طبي مرستي، د مزمنو ناروغيو لرونکو کسانو طبي مراقبت او د شکنجې او جنسي تاوتريخوالي د قربانيانو سره مرستي شاملي دي.

فيسبوک: https://www.facebook.com/msf.greece

تليفون: 00302105200500

ـ د نړۍ ډاکټران: دغه سازمان په ليسبوس ټاپو کي د کارا تېپې په مرکز کي د پناه غوښتونکو له پاره خپل خدمات پراخ کړي دي. د دغه سازمان مرستنديان دروازه په دروازه ګرځي او د کرونا څخه د ځان ژغورني د تدابيرو په هکله پوهاوی ورکوي او د ناروغانو په درملنه کي مرسته کوي.

د بې سنده يا غير ثبت سوو کسانو له پاره طبي مرستي

که تاسو په يونان کي ياست خو د اوسېدو اقامه يا نور د ثبتېدنې يا پناه غوښتنې سند نه لرئ نو تاسو نه سئ کولای چي د اضطراري حالاتو په استثنی په يونان کي و عامه روغتيايي نظام ته لاسرسی ولری. خو يو شمېر سازمانونه سته چي د سند نه لرونکو مهاجرو سره طبي مرستي کوي:

ـ سوليدېريتي کلينيکس (KIFA): دغه کلينيکونه د غير دولتي سازمانونو له خوا تمويليږي او نژدې په ټول يونان کي د سند نه لرونکو يا نه ثبت سوو مهاجرو سره طبي مرستي کوي. دغه کلينيکونه د نورو اړمنو کسانو سره هم طبي مرستي کوي چي طبي بيمه لري خو د دوا له پاره پيسې نه لري.

ـ پرانستي پولي کلينيکونه: دغه کلينيکونه چي د نړۍ د ډاکټرانو له لوري چلول کيږي د پورته ياد سوو سوليدېرتي کلينيکونو په شان دي. دغه کلينيکونه په اتن، پيرېس، تيسالونيکي، پاتراس، چانيا او کاوالا کي فعاليت لري.

که څه چي د کرونا بحران له کبله د دغو کلينيکونو خدمات محدود سوي دي خو د نړۍ ډاکټرانو سازمان وايي چي بيا هم و ماشومانو ته د واکسين ورکولو به شان خدمات يې په اتن کي جاري ساتلي دي. د وروستي معلوماتو له پاره د دغه سازمان فيسبوک پاڼه (Facebook page. ) کتلای سئ. په اتن، تيسالونيکي او کاوالا کي د پولي کلينيکونو د تماس معلومات لاندي موندلای سئ:

ـ اتن

ادرس: Sapfous str.12, 10553 Athen

تليفون: 2103213150

فاکس: 2103213850

ـ تېسالونيکي

ادرس: Ptolemaion str.(pedestrian street)29A, 546 30 Thessaloniki

تليفون/فاکس: 2310566641, 2315314206

ايمېل: thessaloniki@mdmgreece.gr

ـ کاوالا

ادرس: Karanaou str.13, 65 302 Kavala

تليفون/فاکس: 2510227224

ايمېل: kavala@mdmgreece.gr


 

نورې ليکنې