ونسن توقیف خونه ونسن ځنګل ته نږدې موقعیت لري. انځور له ګوګل مپ څخه
ونسن توقیف خونه ونسن ځنګل ته نږدې موقعیت لري. انځور له ګوګل مپ څخه

اسفام سازمان تېره ورځ وویل چې د فرانسې د ونسن په اداري توقیف خونه کې یو کس د کرونا ویروس مثبته ازموینه کړې. دا اداري توقیف خونو کې د کورونا ویروس لومړۍ پېښه ده. د سیماد سازمان په حواله ښایي دغه ناروغ «د مرکز دننه» په کورونا اخته شوی وي.

دا د فرانسې په اداري توقیف خونو کې د کورونا ویروس لومړۍ پېښه ده. اسفام سازمان، چې توقیف خونو کې کډوالو ته قضایي مرسته برابروي، تېره ورځ وویل چې پاریس – ونسن توقیف خونه کې یو کس د کورونا مثبته ازموینه کړې. 

د یاد سازمان له مخې ونسن توقیف خونه کې ۵۴ کسان په بند کې دي.

اسفام زیاته کړې چې اداري توقیف خونو کې د بندیانو «روغتیا او ژوند له خطر سره مخ دي» ځکه چې هلته د کورونا ویروس پر وړاندې کوم تدابیر نه دي نیول شوي.

بل پلو د پولیسو یوې سرچینې د فرانسې خبري اژانس ته ویلي چې په کورونا ویروس اخته کس «انفرادي کوټه کې» ده او ټاکل شوې چې روغتون ته انتقال شي. 

د سیماد سازمان غړي داوید روحي په حواله دغه ناروغ د مارچ پر ۷مه ونسن توقیف خونې ته انتقال شوی نو د «مرکز دننه» په ویروس اخته شوی.

توقیف خونې پرانیستې دي

فرانسه کې د کورونا ویروس پر وړاندې د ګرځبندیز اعلانېدو وروسته سازمانونو د توقیف خونو د تړل کېدو غوښتنه کړې وه.

خو د دولت شورا د مارچ په پای کې اعلان وکړ چې توقیف خونې نه تړل کېږي او په بند کې پاتې کېدل د کورونا ویروس لامل نه شی کېدای.

دا په داسې حال کې چې په تېرو څو اونیو کې د فرانسوي قاضیانو د پرېکړو له کبله زیات کسان له توقیف خونو څخه خوشي شوي. د فرانسې د کورنیو چارو وزیر کریستوف کاستنر تېره ورځ د دغه هیواد په ملي شورا کې وویل چې د ۱۹۰۰ کسانو له ډلې څخه یې یوازې ۱۸۴ تنه اوس په بند کې دي.

 

نورې ليکنې