کرېډېټ: فرانس تغ دزیل
کرېډېټ: فرانس تغ دزیل

نن پنجشنبه سهار د پاریس په شمالي پورت دو لا ویلت سیمه کې کډوالو ته د ځای او سرپناه برابرولو عملیات ترسره شول. د چارواکو په حواله په دغو عملیاتو کې تر۵۰ زیاتو کسانو ته سرپناوې برابرې شوې.

د فرانس تغ دزیل ادارې مشر پییر هانري په خپله ټویټر پاڼه لیکلي چې نن پنجشنبه د اپریل ۱۰مه د فرانسې په شمالي پورت دو لا ویلت سیمه کې کډوالو ته د سرپناه برابرولو عملیات ترسره شوي.

نوموړي زیاته کړې چې د دغو عملیاتو په پایله کې تر۵۰ زیاتو کسانو ته سرپناوې برابرې شوې دي.

د ښاغلي هانري په حواله دغه عملیات د پاریس ښاروالۍ، د پاریس او د سیمې قومندانۍ او فرانس تغ دزیل ادارې په همغږۍ ترسره شوي دي.

بل پلو د پاریس ښاروالۍ د رسنیزو اړیکو مسولې پرین بواتون کډوال نیوز ته ویلي چې دغه ۵۷ کسان د کانال دورک په اوږدو کې اوسېدل.

د نوموړې په خبره دوی ټول د پاریس په ۲۰مه ناحیه پورت دو منتروی یو هوټل ته انتقال شوي دي.

د فرانس تغ دزیل ادارې مشر هانري پییر  له مخې دغو کسانو ځانونه پټ کړي وو او خیمې یې نه درلودې. دی زیاتوي چې سیمه کې د دغو کسانو د کورونا ویروس ازموینې ترسره شوې نه دي.   

د کورونا ویروس د خپرېدو د مخنیوي لپاره تر دې وړاندې هم د فرانسې پلازمېنې پاریس په شمالي سیمو کې د مهاجرو د کمپونو د تړلو او کډوالو ته د سرپناه برابرولو عملیاتونه ترسره شوي.

تېره سه شنبه د اپریل ۸مه فرانسوي چارواکو د پاریس په شمالي اوبرویلیې سیمه کې د مهاجرو یو کمپ وتاړه، خو د کمپ اوسېدونکي بې سرپناه پاتي شول.

د ایل دو فرانس او پاریس قومندانیو کډوال نیوز ته وویل چې دا عملیات د اوبرویلیې ښاروالۍ ترسره کړي. خو یادې ادارې د دې ادعا په ردولو سره دغه عملیات د فرانسې د ارزښتونو خلاف وبلل.

دغه راز د تېرې مارچ میاشتې په ۲۴مه هم فرانسوي پولیسو د پاریس په اوبرویلیې سیمه کې د کډوالو یو کمپ خالي کړی و چېرې چې په سلګونو مهاجرو په خورا سختو شرایطو کې ژوند کاوه.

د چارواکو په حواله یاد مهاجر د پاریس او سن – سن – دني جمنازیمونو او هوټلونو ته انتقال شوي دي.

 

نورې ليکنې