د مهاجرو یوه بېرۍ د ډوبېدو په حال کې، د رویترز له ارشیو څخه
د مهاجرو یوه بېرۍ د ډوبېدو په حال کې، د رویترز له ارشیو څخه

نړیوالو سازمانونو مدیترانه کې د لسګونو مهاجرو د یوې بېړۍ د ورکېدو په اړه اندېښنې ښودلي دي. د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو ادارې پرون یکشنبه وویل داسې ګومان کېږي چې یاده بېړۍ په سمندر کې نسکوره شوې وي.

د روانې اونۍ په پیل کې د جرمني دوو سازمانونو وویل چې د مالتا په ساحلي اوبو کې یې د کډوالو ۴ بېړۍ لېدلې دي.  

د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې ویاندې کارلوتا سامي په حواله د دغو کښتیو له ډلې څخه د دوو بېړیو برخلیک نامعلوم دی.

نوموړې د فرانسې خبري اژانس ته ویلي: «موږ ډېر اندېښمن یو. داسې معلومېږي چې یوه بېړۍ نسکوره شوې او له دویمې بېړۍ سره اړیکه غوڅه شوې ده.»

ایټالوي او مالتایي ساحلي ځواکونو تر اوسه د دغې کښتۍ د ډوبېدو په هکله څه نه دي ویلي.

بل پلو المانی سازمان سي واچ تېره ورځ په خپله ټویټر پاڼه ولیکل چې فرانتکس یا اروپا د پولې ساتنې ادارې هم د یکشنبې په ورځ دغه څلور بېړۍ لیدلې دي.

سي واچ زیاته کړې: «یوه بېړۍ نسکوره شوې. د ژغورنې او یا د مهاجرو د موندلو په اړه معلومات نشته. نو باید  داسې ګومان وکړو چې دوی د ډوبېدو پېښې پر مهال کښتۍ کې سپاره ول.»

یاد سازمان دغه راز د درېو کښتیو موقعیت ښودلی دی خو یوه کښتۍ په یوه ناپېژندل شوې سیمه کې ده او له جي پي اس سره یې اړیکه غوڅه شوې. د سي واچ په حواله دغه کښتۍ کې ۸۵ کسان سپاره ول. دغه سازمان زیاته کړې چې درېو نورو کښتیو کې ټولټال ۱۷۳ کسان سپاره ول.

بل لور ته الماني سازمان یونایټد ۴ ریسکیو ویلي چې کارکوونکو یې د یادې بېړۍ په اړه ورته رپوټونه ترلاسه کړي او د لسګونو مهاجرو د ژوند په اړه اندېښمن دي.

«دوی پرېږدي چې مهاجر مړه شي» 

یونایټد ۴ ریسکیو زیاته کړې چې یادې کښتی د مرستې لپاره زنګ وهلی و. د دغه سازمان ویاند جواشیم لېنز په حواله ډوبېدو پېښه کې ښایي په لسګونو کډوال مړه شوي وي.

دغه راز د اروپا د پولې ساتنې ادارې فرانتکس د فرانسې خبري اژانس ته ویلي چې «نن دوشنبه سهار د [مهاجر] د لټون لپاره» له یوې الوتکې څخه کار اخلي. یادې ادارې په یوه خبرپاڼه کې زیاته کړې چې دغه ورکه شوې کښتۍ یوه له هغو بېړیو ده چې فرانتکس تېره جمعه او شنبه لېدلې وې.

فرانتکس دا هم ویلي چې د دغو کښتیو په اړه یې ایټالوي، مالتایي، لیبیایي او تونسي چارواکو ته خبر ورکړی و.

بلخوا د مهاجرت نړیوال سازمان دغه رپوټونه د «اندېښنې وړ» بللي.

ایټالیا کې د دې سازمان ویاند فلاویو دي جیوکامو ویلي چې د کښتۍ د ډوبېدو پېښې او یا د قربانیانو شمېر تاییدول سخت دي.

په همدې حال کې الماني سازمان سي واچ په یوه نوي ټویټ کې ویلي: «ټول چارواکي پوهېږي، خو هېڅ اقدام نه دی شوی. دوی پرېږدي چې مهاجر مړ شي.»

مدیترانه کې ټېلفوني پلټفورم الام فورن وایي چې تر دوشنبې سهار پورې یې له یوې بېړۍ سره اړیکه درلوده. دغه پلټفورم په خپله ټویټر پاڼه لیکلي چې یاده بېړۍ کې د یوې مېندوارې ښځې او یوې ماشومې په ګډون ۴۷ کسان سپاره دي.

که څه هم ډېری افریقایي او اسیایي کډوال هڅه کوي چې د مدیترانې له لارې ځانونه ایټالیا ته ورسوي، خو څو ورځې مخکې دغه هیواد خپل بندرونه وتړل او ویې ویل چې د کورونا ویروس له کبله ناقانونه کډوال قرنطین کېږي.

مالتا هم د کورونا ویروس له امله خپل بندرونه د کډوالو پر مخ تړلي دي. 

 

نورې ليکنې