کرېډېټ: اي پي اې/فابیان هاینز/سي ای
کرېډېټ: اي پي اې/فابیان هاینز/سي ای

ایټالیا پرون یکشنبه اعلان وکړ چې الان کردي کښتۍ کې سپاره کډوال د کورونا ویروس له کبله یوې بلې کښتۍ ته انتقال او قرنطین کېږي. د کډوالو د انتقالولو وخت او ځای تر اوسه معلوم نه دي.

د الماني سازمان سي ای ژغورونکې کښتۍ الان کردي اوس مهال سیسیل ته نږدې نړیوالو اوبو کې ده.

د ایټالیا د ترانسپورت وزارت پرون په یوه خبرپاڼه کې وویل چې الان کردي کې سپاره کسان د کورونا ویروس د ازموینې د ترسره کولو لپاره یوې بلې کښتۍ ته انتقال او قرنطین کېږي.

دا په داسې حال کې چې تېره اونۍ ایټالیا اعلان وکړ چې د کورونا ویروس کړکېچ له امله د جولای تر ۳۱مې نېټې پورې خپل بندرونه د ژغورنې کښتیو پر مخ تړي.

د ترانسپورت وزارت په خبرپاڼه کې دا هم راغلي چې د کډوالو ښکته کېدو به سیسیل کې پر روغتیایي سرویسونو  اضافي فشار اچوي.

تر اوسه د دغو مهاجرو د انتقالولو وخت او ځای نه دي معلوم.

د روان کال په لومړیو دوو میاشتو کې یو ځل بیا د هغو کډوالو په شمېر کې زیاتوالی راغی کوم چې د مدیترانې له لارې اروپا ته د راتګ هڅې کولې. خو مارچ میاشت کې ایټالیا کې د کورونا د خپرېدو له امله دغه شمېر کم شو.

«روغتیایي وضعیت مخ په خرابېدو دی»

تېره جمعه سي ای سازمان په یوه خبرپاڼه کې وویل چې الان کردي کښتۍ کې د ۱۵۰ سپرو مهاجرو روغتیایي وضعیت مخ په خرابېدو دی.

د یادې کښتۍ المانۍ کپتانې باربل بوز د ایټالیا د ژغورنو همغږۍ مرکز څخه غوښتنه وکړه چې مهاجرو ته خواړه، او دوا او کښتۍ ته تېل برابر کړي. نوموړې زیاته کړه: «کښتۍ وضعیت ترینګلی دی ځکه چې دغه بېړۍ د یوې نامعلومې مودې لپاره د ۱۵۰ کسانو د ځای ورکولو ظرفیت نه لري.»

سي ای د اپریل پر ۱۰مه په خپله ټویټر پاڼه لیکلي وو چې یو مهاجر د روغتیایي دلایلو له کبله له کښتیه ایستل شوی دی. 

دا په داسې حال کې ده چې لیبیا او مالتا هم د ایټالیا په شان خپل بندرونه تړلي او زیاته یې کړې چې یاد بندرونه د کورونا ویروس له کبله امن نه دي.

الان کردي تېره دوشنبه په دوو جلا عملیاتو کې مدیترانه کې ۱۵۰ کسان ژغورلي وو.

 

نورې ليکنې