د منیل - املو توقیف ځای د پاریس شارل دو ګول هوایي ډګر ته نږدې موقعیت لري. کرېډېټ: کډوال نیوز/مایوا پولې
د منیل - املو توقیف ځای د پاریس شارل دو ګول هوایي ډګر ته نږدې موقعیت لري. کرېډېټ: کډوال نیوز/مایوا پولې

د رپوټونو په حواله تېره شنبه د فرانسې د منیل املو په ادارې توقیف خونه کې نږدې ۵۰ کسانو د «خراب روغتیایي وضعیت» پر وړاندې د دغې توقیف خونې په حویلۍ کې شپه تېره کړه. دوی وایي چې وېره لري او باید له بنده خوشي شي.

د سن اې مارن قومندانۍ په حواله دغه توقیف ځای کې ۴۷ کسان په بند کې دي چې له زندانه خوشي شوي دي. 

فرانسه کې اداري توقیف خونې هغو مهاجرو ته ځانګړې شوې کوم چې له دغه هیواد څخه شړل کېږي.

د یادې قومندانۍ له مخې دغو کسانو تېره یکشنبه د غرمې له خوا د پولیسو تر مداخلې وروسته بېرته توقیف خونې ته دننه شول.

خو بې سنده مهاجرو په یوه ګډه خبرپاڼه کې ویلي چې په سوټو وهل شوي او د دوی پر وړاندې اوښکې بهوونکی ګاز کارول شوی دی. د سن اې مارن قومنداني دا خبره ردوي.

دغه کسان چې د قرنطین له پیل راهیسې په بند کې دي زیاتوي چې توقیف خونه کې د خراب روغتیایي وضعیت څخه وېره لري. «څو ورځې مخکې زموږ له ډلې څخه یو تن د کورونا ویروس له کبله خوشی شو.» دوی زیاتوي چې توقیف خونه کې ماسک او د لاسونو لپاره مایع نشته.

خو د سن اې مارن قومنداني له مخې تر اوسه په منیل املو کې د کورونا ویروس کومه مثبته پېښه ثبت شوې نه ده.

منیل املو چې شارل ډوګول هوایي ډګر ته نږدې موقعیت لري د فرانسې تر ټولو لویه اداري توقیف خونه ده.

د فرانسې خبري اژانس له فرېسن زندان څخه د یو خوشي شوی کس له قوله ویلي: «دوی موږ اخراجولی نه شي ځکه اوس الوتکه نشته. نو دوی باید موږ خوشي کړي.» یسري چې د مارچ پر ۷مه له زندان خوشی شوی وایي تېره شنبه یې د نه خوړو اعتصاب پیل کړی.

د یادولو ده چې تېره اونۍ د پاریس ونسن په توقیف خونو کې د کورونا ویروس یوه مثبته پېښه ثبت شوه. دغه توقیف خونه کې ۵۴ کسان په بند کې دي.

فرانسه کې د کورونا ویروس پر وړاندې د ګرځبندیز اعلانېدو وروسته سازمانونو د توقیف خونو د تړل کېدو غوښتنه کړې وه.

خو د دولت شورا د مارچ په پای کې اعلان وکړ چې توقیف خونې نه تړل کېږي ځکه چې په بند کې پاتې کېدل د کورونا ویروس لامل نه شی کېدای.

دا په داسې حال کې چې په تېرو څو اونیو کې د فرانسوي قاضیانو د پرېکړو له کبله زیات کسان له توقیف خونو څخه خوشي شوي. د فرانسې د کورنیو چارو وزیر کریستوف کاستنر تېره ورځ د دغه هیواد په ملي شورا کې وویل چې د ۱۹۰۰ کسانو له ډلې څخه یې یوازې ۱۸۴ تنه اوس په بند کې دي.

 

نورې ليکنې