له ارشیف څخه. کرېډېټ: پیکچر الاینز/ ر. بریتو
له ارشیف څخه. کرېډېټ: پیکچر الاینز/ ر. بریتو

یوناني چارواکو پرون دوشنبه د ترکیې په لوېدیځو سواحلو کې د مهاجرو او پناه غوښتونکو د راغونډېدو په اړه اندېښنه څرګنده کړه. خو یونان کې د کډوالۍ نړیوالې ادارې مشر وایي چې په اړه یې معلومات نه لري.

د یونان د کډوالو چارو وزیر نوتیس میتاراکیس تېره ورځ وویل چې «ځینې مهاجر» د ترکیې په لوېدیځو سواحلو کې را غونډ شوي او غواړي چې د اژې سمندر له لارې ځانونه یونان ته ورسوي.

دغه راز  د یونان حکومت ویاند ستېلیوس پېتساس په خپله ټویټر پاڼه لیکلي چې چارواکو د ترکیې په سواحلو کې د کډوالو د «فعالیتونو نښې لیدلې دي.» نوموړې زیاته کړې: «موږ د یونان د حاکمیت څخه د دفاع لپاره خپلې ټولې هڅې کوو او د یونان او اروپا پولې به ساتو.»

په همدې حال کې د یونان دفاع وزارت چارواکو ویلي چې د ترکیې د پولو له پرانیستل کېدو راهیسې یوناني سرتېري د دغه هیواد له ټولو پولو څخه ساتنه کوي.  

تېره فبروري ترکیې اعلان وکړ چې له اروپا سره یې پولې پرانیزي او نور به اروپا ته د کډوالو د ورتګ مخه نه نیسي. د ترکیې له دغې پرېکړې وروسته په زرګونو مهاجرو یونان ته د ورتګ لپاره هڅې وکړې.

د کډوالۍ نړیوال سازمان: د کډوالو د راغونډېدو په اړه معلومات نه لرو

بل پلو یونان کې د کډوالۍ نړیوال سازمان مشر جیانلوکا روکو تېره ورځ په یوه ویډیو کنفرانس کې وویل که څه هم  کډوال د کال په دې موسم کې معمولاً اروپا ته د راتګ هڅه کوي، خو دوی تر اوسه د ترکیې په سواحلو کې د کډوالو د راغونډېدو په اړه معلومات نه لري.

د نوموړي په حواله اوسنی وضعیت په اسانۍ بدلون موندلی شي.

د کډوالۍ نړیوال سازمان مشر دا هم وویل چې یونان کې نږدې ۲۰۰۰ پناه غوښتونکي هغه کسان دي د کورونا څخه زیانمن کېدای شي. دغه کسان به د لنډې مودې لپاره له ټاپوګانو څخه انتقالېږي.

د ښاغلۍ روکو په حواله د کډوالۍ نړیوالې اداره هڅه کوي چې دغو کسانو ته د یونان د ټاپوګانو او د دغه هیواد د مرکزي سیمو په هوټلونو او اپارتمانونو کې سرپناه  برابره کړي.

 

نورې ليکنې